صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني:د ملي یووالي حکومت اساسي موخه د اتحاد ټینګښت او ملي پیوستون دی

جمهوررئیس غني:د ملي یووالي حکومت اساسي موخه د اتحاد ټینګښت او ملي پیوستون دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني:د ملي یووالي حکومت اساسي موخه د اتحاد ټینګښت او ملي پیوستون دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د محمدالماس زاهد د معرفي کېدو په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په دغه مناسبت د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې مراسم جوړ شوي و چې د کاپيسا، پروان او کوهدامن ګڼ شمېر مشرانو او سياسي شخصيتونو په کې ګډون کړي وو، لومړي د چارو ادارې د چارو د انسجام مرستيال شعيب تيمورِي د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئيس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د محمدزاهد الماس د مقررۍ فرمان ولوست.

په فرمان کې راغلي چې نوموړي موظف دي چې د خلکو او حکومت ترمنځ د ښو اړيکو په ټينګولو کې هڅه وکړي او دي به د اقتصاد عالي شورا، د ولسي تړون عالي شورا، د کډوالو چارو عالي کمېسيون او د اوبو او ځمکو عالي شورا غړيتوب هم لري.  همدارنګه نوموړي موظف دي چې د ولايتي شورا ګانو، ولسي او سيمه‌ييزو جرګو او قومي شوراګانو سره د لا ښو اړيکو د ټينګولو په خاطر د اړوندو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ همکاري وکړي.

په دغه مراسمو کې ستر جنرال ايوب سالنګي خبرې وکړې او د ملي انسجامپه چارو کې د جمهوررئيس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه يې د محمدزاهد الماس د انتصاب مبارکي ورکړه او له جمهوررئيس څخه يې د دغې ټاکنې په خاطر مننه او قدرداني وکړه.

هغه زياته کړه، افغانستان په حساس پړاوو کې دي او د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د هېواد سوکالۍ، امنيت او ثبات ته ضرر ورسوي. سالنګي زياته کړه، تروريستان هره ورځ زموږ خلک په نښه کوي او غواړي افغانستان د نړيوال تروريزم په مرکز بدل کړي.

جنرال سالنګي وويل، د افغانستان دښمنان غواړي د خلکو په منځ کې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي او زموږ وحدت متزلزل کړي، په اوسنيو شرايطو کې د خلکو په منځ کې يووالي او وحدت ساتل خورا مهم دي.

هغه وويل: د شمالي د خلکو په استازيتوب د هېواد جمهوررئيس ته ډاډ ورکوو چې دښمنانو او تروريستانو ته به د بې اتفاقۍ اچولو اجازه ور نه کړو. سالنګي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان دولت او خلکو سره د سولې او ثبات په تامين کې لا زياته همکاري وکړي.

سالنګي د خلکو غوښتنه د سوکالۍ رامنځته کول او د حکومت پياوړتيا وبلله او زياته يې کړه، موږ د جمهوررئيس له اقتصادي طرحو او دغه شان د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د نيکو مناسباتو د ټينګښت قدرداني کوو او دا هڅې ستايوو.

همدارنګه د ولسي جرګې وکيل حاجي اقبال کوهستاني د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئيس د ستر سلاکار او ځانګړي استازي په توګه د محمدالماس زاهد د ګمارنې مبارکي وويله او زياته يې کړه چې موږ په دې انتصاب خوښ يې او ملاتړ يې کوو.

هغه د جمهوررئيس اقتصادي برنامې په ځانګړي ډول د سترو پروژو پلي کول او د ټرانزيټي لارو پرانسته او بهرني سياست وستايه او زياته يې کړه، د جمهوررئيس د ګټورو فعاليتونو له امله نن د افغانستان بهرني سياست په برياليتوب مخته روان دي.

کوهستاني څرګنده کړه، سياستوال حق لري چې ايتلاف جوړ کړي او د ملي ګټو په خاطر حرکت وکړي، خو دا سياستوال د نظام برخه وو او د هغې په جوړولو کې يې رول درلود، دوي بايد په داسې بڼه حرکت وکړي چې ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي، که چېرته نظام ته خطر متوجه وي، موږ د ملي ګټو په خاطر د حکومت او جمهوررئيس ترڅنګ درېږو.

هغه په ادارو کې د ځوانو کدرونو د جذبولو، د ګلبهارد نساجۍ د فعالولو، د برېښنا بند جوړولو، د کاپيسا د سل بستريز او د پروان د پنځوس بستريزو روغتونونو د ستونزو د حل او سړکونو د رغاولو په اړه جمهوررئيس ته وړانديزونه وکړل.

د دې په دوام عبدالرحيم راشد، محمدالماس زاهد ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او د اجماع او مشورو د اهميت په اړه يې خبرې وکړې. هغه زياته کړه، د مشورې فرهنګ له پخوا راهيسې زموږ په خلکو کې دود او د ستونزو په حل کې اغېزناک دي.

هغه جګړه په هره برخه کې ګواښ وباله وې ويل، دا زموږ رسالت دي چې له ديني او ملي ارزښتونو او له خپل نظام څخه دفاع وکړو. راشد وويل، موږ د خپل هېواد د جمهوررئيس په ښې رهبرۍ باور لرو، ځکه د خلکو غوښتنې په ښه توګه درک کولي شي.

عبدالرحيم راشد د سراي شمالي سړکونو د بيارغاونې، د اوبو د کمښت او زده کړو ته د زمينې برابرولو په برخه کې جمهوررئيس ته ستونزې او پيشنهادونه وړاندې کړل.

هغه وويل: هر څوک چې د ملي ګټو په خاطر برنامې لري موږ يې هرکلي کوو، د حکومت او جمهوررئيس تر څنګ ولاړ يوو، ځکه جمهوررئيس د افغانستان د راتلونکي لپاره رغنده برنامې لري او د دغو برنامو د عملي کېدو په خاطر هر ډول سرښندنو ته چمتو يوو.

د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئيس ستر سلاکار او ځانګړي استازي محمد الماس زاهد په نوې دنده د ټاکل کېدو په خاطر د جمهوررئيس له اعتماد څخه مننه وکړه. هغه هيله‌مندي وښوده چې د ښې حکومتولۍ او د چارو د انسجام په برخه کې به د پام وړ کارونه ترسره کړي او ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې به هيڅ راز هڅې ونه سپموي.

هغه وويل، د خلکو د يووالي انسجام او د خلکو د پيوستون لپاره بايد ډېر کار وشي او د انسجام لپاره بايد ټول سره همکار واوسو ځکه ملي انسجام به د اقتصادي زمينې جوړولو، هوساينې او د هېواد د وضعيت د ښه‌والي لامل شي او دا د افغانانو د ژغورنې يوازينۍ لار ده.

محمدالماس زاهد له سياستوالو وغوښتل، چې د وژلو پر ځاي دې د تفاهم کړنلاره پر مخ يوسي او شته فرصتونو څخه په استفادې دې ټول سره يو شي، خپل اتحاد او اتفاق دې وساتي چې دښمن ماتې وخوري او نظام پياوړي شي.

د هېواد جمهوررئيس د ګډونوالو له خبرو وروسته، هغوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، الماس زاهد ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، په دغه انتخاب سره به د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د اړيکو لړۍ لا ټينګه شي.

جمهوررئيس وويل، زموږ خاوره  د افغانانو د څو پيړيو قربانيو او جهاد پايله ده او د جهادي ارزښتونو ساتل، زمونږ په لومړيتوبونو کې دي او د هېواد د جهادي اتلانو غوښتنې بايد عملي کړو.

هغه زياته کړه، د ملي يووالي حکومت اساسي موخه د اتحاد ټينګښت او ملي پيوستون دي، ځکه دا د ټولو خلکو هيله ده. جمهوررئيس وويل زه سياسي کورنۍ نه لرم او زه غوره ګڼم چې د هېواد ملي او ريښتيني خادم واوسم.

د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه، د دښمن ستونزه، زمونږ د ملت اتفاق او اتحاد دي او غواړي چې په دې لار کې خنډ رامنځته کړي، خو بايد پوه شي چې زمونږ هدف هيڅکله نه بدلېږي او مونږ په شاتګ نه کوو او د خپلو خلکو هيله چې سوکالي او ثبات دي تامينوو.

جمهوررئيس غني، د امنيت ټينګښت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې خلک مهم عنصر وبلل او له حکومت سره يې د خلکو د بېلابېلو اقشارو د همکارۍ ستاينه وکړه. هغه وويل مونږ مشورې ته اړتيا لرو او دغه امر ته به ژمن اوسو.

جمهوررئيس هغوي ته په خطاب کې وويل: زمونږ پانګونه پر ملت جوړونې او د ملي يووالي پر انسجام دي، دولت ستاسو او تاسو د دولت ياست، دغه هېواد؛ د دسيسو هېواد نه دي او هره دسيسه به له ناکامۍ سره مخ کېږي او مونږ بايد نېک ميراث پر ځاي پرېږدو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha