صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهور رئیس غني: د کابل او د هېواد د نورو ولايتونو تر منځ له اقتصادي او انکشافي پلوه شته واټن بايد له منځه يووړل شي

جمهور رئیس غني: د کابل او د هېواد د نورو ولايتونو تر منځ له اقتصادي او انکشافي پلوه شته واټن بايد له منځه يووړل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئیس غني: د کابل او د هېواد د نورو ولايتونو تر منځ له اقتصادي او انکشافي پلوه شته واټن بايد له منځه يووړل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړې شوې غونډې د پايتخت زون د انکشاف په لس کلنه ستراتيژۍ بحث او خبرې وکړې.

په پيل کې  انجنيرالهام عمر هوتکي او د هغه تخنيکي همکارانو د پايتخت زون د انکشاف لس کلنه ستراتيژي چې په هغه کې د پايتخت زون پېژندنې، اړوندو ساحو، ليدلوري، موخو، کاري برنامو، متوازن پرمختګ، متوازن ښاري انکشاف، اقتصادي فعاليتونو، د غير پلاني ساحو ښه والي، تجديد او د کيفيت ارتقا،د اساسي زيربناو انکشاف او د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو ته اشارې شوې وې،  د بحث لپاره غونډې ته  وړاندې کړه.

د پايتخت زون ادارې په  لس کلنه ستراتيژۍ د بحث پرمهال د ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري دغه ستراتيژي وستايله او وې ويل، د بېلابېلو ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي په موخه دې همغږي لا زياته شي.

د ښار جوړولو وزير وويل، په ښاري سکتور کې پام وړ ظرفيت ايجاد شوي دي، خو د تداخل د مخنيوي په موخه بايد چارې يو د بل په همغږۍ او همکارۍ ښې او چټکې ترسره شي.  نوموړي د تخنيکي ټيمونو د منظمو غونډو دوام د همغږۍ د زياتوالي لپاره ګټور وباله.

ښاغلي  رفيع الدين ملکزي هم د بحث پرمهال د ښاري سکتور د بېلابېلو ادارو تر منځ په لا ډېره همغږۍ ټينګار وکړ او وې ويل، پلانونه بايد داسې جوړ شي چې واضح او انعطاف منونکي وي.  د زيربنا په چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ډاکټر محمد- همايون قيومي د بېلابېلو ادارو تر منځ همغږي او همکاري مهمه وبلله او وې ويل، هغه ولايتونه چې له اقتصادي پلوه تړاو سره لري په ستراتيژۍ کې دې په  هغو کې غذايي مصونيت او د شغل ايجاد ته هم پام وشي، ترڅو اقتصادي تحرک رامنځته شي.

ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي د خبرو پرمهال د پايتخت زون ستراتيژي عالي وبلله او زياته يې کړه چې د جمهور رئيس د لارښوونې په اساس د ښارونو متوازن اقتصادي پرمختګ ته بايد پام وشي، تر څو د ګڼه ګوڼې او داخلي بې ځايه کېدو مخه ونيول شي.

ښاغلي حبيب زي په ښاري سکتور کې رامنځته شوې همغږي وستايله او د هغې د لا زياتوالي غوښتنه يې وکړه. نوموړي وويل، د کابل سيند د پاکوالي لپاره يو لړ شرکتونه انتخاب شوي، نو د تداخل او د وخت او منابعو د ضياع د مخنيوي لپاره بايد په دې برخه کې وضاحت او همغږي موجوده وي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وويل، په دغه ستراتيژۍ کې د جمهور رئيس لارښوونې او وړانديزونه په ښه توګه را اخيستل شوي دي او په پروژو او پروګرامونو د هغو د بدلولو لپاره لا ډېر کار او دقت ته اړتيا ده. نوموړي وويل، د پايتخت زون مسوولين چې ډېر کارونه او پروژې ور تر غاړې دي،  دوي دې په ښاري کوڅو او وړو کارونو کې چې د کابل ښاروالۍ مسووليت دي ځانونه،  نه بوختوي. په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالقادر ځاځي د پرمختيايي پروژو او زيربنا په برخه کې د جمهور رئيس او د ښاري سکتور د مسوولينو د هلو ځلو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، بار وړونکو موټرو د ښار د منځ سرکونه ويجاړ کړي او خلک هم ورسره په تکليف دي، نو د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره دې د کابل په دروازو کې شته ګودامونه معياري او د هغو امنيتي تدابير کلک شي.

د دوي د نظرونو او معلوماتو له اورېدلو وروسته جمهور رئيس غني وويل، په تېرو دوه کالو کې د ښاري سکتور په برخه کې پام وړ ظرفيت او همغږي رامنځته شوې ده او زياته يې کړه، د تحرک د رامنځته کولو په موخه دې تر کار لاندې پروژې د ښاري سکتور د مسوولينو په همغږۍ او همکارۍ بشپړې شي.

جمهور رئيس  وويل، په دغو پروژو کې هيڅ ډول وظيفوي تداخل نشته او دا بنيادي نه بلکې عاجلې پروژې دي، چې  د تحرک د رامنځته کولو په موخه پيل شوي، ځکه خلک هم تحرک غواړي.

د هېواد جمهور رئيس وويل، د کابل ډېره ناامني د کابل له ولسواليو او نږدې ولايتونو څخه متوجه ده، نو که چېرې په دغو ولسواليو او ولايتونو له انکشافي پلوه تمرکز ونشي، نو نه د نفوس د ډېروالي او نه هم له امنيتي پلوه کابل خوندي کېدلي شي، ځکه کابل کافي منابع نه لري.

جمهور رئيس غني د ښار جوړولو وزير ته لارښوونه وکړه چې د ښاري سکتور د مسوولينو تر منځ د چارو د همغږۍ، موثريت او د تطبيق په برخه کې د دوي ظرفيتونو ته په پام دې د سرعت د لا زياتوالي په موخه د ښاري سکتور اړوند ادارو او بنسټونو غونډه جوړه کړي.

هغه زياته کړه په کابل ښار کې د ښاري پراختيا د چارو د ترسره کولو اصلي مسووليت د ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ دي او پايتخت زون له دوي سره د همکار په توګه کار کوي. جمهور رئيس څرګنده کړه،  د تدارکاتو پرمهال دې واضح شي چې څوک د پروژې د تطبيق او څوک به يې د څارنې مسووليت لري. هغه وويل د کابل ښار د شمال، جنوب، ختيځ او لويديځ تر منځ شته تفاوت بايد د انکشافي تعادل له لارې له منځه يووړل شي. محمداشرف غني  دپايتخت زون د مسوولينو له لوري برابره شوې ستراتيژي وستايله او ټينګار يې وکړ چې دغه خاکه دې د بحثونو په پايله کې بشپړه شي. هغه وويل، د ښاري سکتور په برخه کې ايجاد شوي ظرفيت او همغږي د خلکو باور ترلاسه کړي، ځکه د خواجه رواش او مکروريانو پروژې په تطبيق سره تاسو خپل ظرفيت خلکو ته ثابت کړي دي. جمهور رئيس وويل، له انکشافي پلوه بايد په راتلونکو درې کالو تمرکز وکړو او دا معلومه کړو چې اوس چېرې قرار لرو او درې کاله وروسته به کوم ځاي ته رسېدلي يوو. هغه زياته کړه، د امنيت له پلوه واضح تصوير لرو چې درې کاله وروسته به افغانستان له امنيتي پلوه په کوم حالت کې وي، مګر له انکشافي پلوه هم بايد دغه درې کلن سرعت تعيين کړو.

جمهور رئيس غني وويل، د ښاري پراختيا او زيربنا په برخو کې د خصوصي سکتور همکاري هم جلبېدلي او له هغوي سره په ګډه کار کېدلي شي. هغه زياته کړه، کابل کې زياته ځمکه موجوده ده چې ښه مديريت غواړي.

جمهور رئيس د ښاري سکتور مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د کابل ګاونډيو ولايتونو له واليانو او ښاروالانو سره دې د کابل د وضعيت د درک په موخه بحث وشي، تر څو پوه شئ چې د کابل په اړه د هغوي درک څه شي دي او څنګه په چارو کې همغږي او همکاري زياتېدلي شي.

محمد اشرف غني وويل، د کابل او د هېواد د نورو ولايتونو تر منځ له اقتصادي او انکشافي پلوه شته واټن بايد کرار کرار له منځه يووړل شي او په بېلابېلو ښارونو او ولايتونو کې اقتصادي تحرک او فعاليتونه زيات شي، تر څو خلک کابل ته د راتګ اړتيا ونه ويني.

جمهور رئيس غني وويل، د کابل ولايت په هره ولسوالۍ او نږدې ولايت کې چې اقتصادي تحرک رامنځته کېږي، نو همغومره په کابل کې ګڼه ګوڼه کمېږي  او د کابل له امنيت سره هم مرسته کوي.

د هېواد جمهور رئيس وويل، موږ بايد د زيربنا په برخه کې داسې بنسټونه کېږدو چې په راتلونکي کې يې د بدلولو اړتيا پېښه نشي، بلکې هغوي ته دوام او انکشاف ورکړل شي. هغه زياته کړه، په پام کې لرو چې په کابل ښار کې شنې او تفريحي سيمې زياتې کړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha