صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائيه رئيس د انګلستان د سنډهرسټ نظامي پوهنتون د ممتاز افغان محصل له لاسته راوړنو قدرداني وکړه

اجرائيه رئيس د انګلستان د سنډهرسټ نظامي پوهنتون د ممتاز افغان محصل له لاسته راوړنو قدرداني وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس د انګلستان د سنډهرسټ نظامي پوهنتون د ممتاز افغان محصل له لاسته راوړنو قدرداني وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله- عبدالله د هغه افغان محصل له لاسته راوړنو قدرداني وکړه چي، د انګلستان د سنډهرسټ شاهي نظامي پوهنتون د ممتاز محصل لقب ورته ورکول شوي و.

لومړي بريدمن بهزاد حيدري د افغانستان د ملي اردو افسر دي چي، يو کال او دوې مياشتي يې د انګستان په شاهي نظامي پوهنتون کي زده کړي کړي‌ او ددې دورې د تر ټولو ممتاز محصل انتخاب شوي دي.

نوموړي ته د غوره تحصيلي دورې او فعاليتونو له خاطره د سنډ- هرسټ نظامي پوهنتون کرچ (توره) او يو مډال د جايزې په توګه ورکول شوي دي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله له ښاغلي بهزاد حيدري سره وليدل او د هغه له لاسته راوړني يي قدرداني وکړه.

نوموړي وويل،‌ چي د ښاغلي بهزاد لاسته راوړنه د افغانستان د مسلحو قواوو او ددې ولس لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده او حکومت ژمن دي،‌ چي پر ځوانانو نوره هم پانګونه وکړي.

هغه د ياد محصل د لاسته راوړنو څخه د قدردانۍ په هدف نوموړي ته يوه فوق العاده رتبه منظور کړه، چي تر اجرا وروسته به يې ښاغلي بهزاد له لومړي بريدمنۍ څخه تورنۍ ته ارتقاع وکړي.

بهزاد حيدري د افغانستان په اردو کي لومړني او د هيواد په مسلحو ځواکونو کي دوهم شخص دي،‌ چي د انګلستان له ياد شاهي پوهنتون څخه دا اعزاز اخلي. تر ده وړاندي د افغان ملي پوليسو يوه تن سرتيري ورته جايزه تر لاسه کړې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha