صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهور رئيس غني: د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او جوړښت پر څرنګوالي به لا زیات کار وشي

جمهور رئيس غني: د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او جوړښت پر څرنګوالي به لا زیات کار وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئيس غني: د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او جوړښت پر څرنګوالي به لا زیات کار وشي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون ماسپښين په ارګ کې د ايټاليا لوي درستيز کلودو ګرازينو، سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو غاړو د بېلابېلو مسائلو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ژمنيو او پسرلنيو پلانونو په هکله بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهوررئيس له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول نظامي او ملکي برخو کې د ايټاليا د مرستو او همکاريو مننه وکړه.

د ايټاليا لوي درستيز د افغانستان په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې اصلاحات د حکومت د هر اړخيزو هڅو پايله وبلله وې ويل، په دغه بنسټونو کې اصلاحات د لمس او درک وړ دي. هغه د افغانستان په امنيتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهير د دوام په اړه هيله مندي وښوده.

جمهوررئيس غني څرګنده کړه، د افغانستان حکومت به په بېلابېلو ډګرونو کې د وروستيو کلونو درسونو او تجربو څخه د راتلونکو پلانونو په پرمختګ کې اغيزناکه استفاده وکړي. هغه زياته کړه، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او جوړښت پر څرنګوالي به لا زيات کار وشي.

جمهوررئيس د ايټاليا لوي درستيز ته په خطاب کې وويل: تاسې په نظامي ډګر کې له لازمې تجربې او تخصص لرئ، نو هيله ده چې د ګډو همکاريو په چوکاټ کې خپلې تجربې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره شريکې کړئ.

 د ايټاليا لوي درستيز په بېلابېلو ډګرونو کې د ګډې همکارۍ د زمينو د ايجاد په اړه  جمهوررئيس غني ته ډاډ ورکړ، وې ويل، که څه هم د هېواد ځواکونه يې په هرات ولايت کې ميشت دي، خو هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لازياتې شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha