صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | ډاکتر کمال سادات: هڅه کوو چې د روزنيزو او تحصيلي برنامو له لارې دځوانانو ظرفيت لوړ کړو

ډاکتر کمال سادات: هڅه کوو چې د روزنيزو او تحصيلي برنامو له لارې دځوانانو ظرفيت لوړ کړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکتر کمال سادات: هڅه کوو چې د روزنيزو او تحصيلي برنامو له لارې دځوانانو ظرفيت لوړ کړو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات، دمارننګ ستار موسسې له مسوول سره په کتنه کې دهېواد په ټولو ولايتونوکې په روزنيزو برخو کې ددغې موسسې دفعاليتونو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې دمارننګ ستار موسسې  مسوول ددغې موسسې دفعاليتونو په تيره بيا په روزنيزو برخو کې دهغې دکړو وړو دڅرنګوالي په اړوند معلومات ورکړل او دځوانانو دچارو له معينيت سره يې دزياتو همکاريو ډاډ ورکړ .

  دغه راز دځوانانو دچارو معين په روزنيزو برخو کې  ددغې موسسې دفعاليتونو له امله دقدرداني تر څنګ وويل، موږ دروزنيزو او تحصيلي برنامو له لارې  درهبري ترکچې پورې  دځوانانو دظرفيت دلوړولوپه موخه  هڅه او هاندکوو .     ده زياته کړه دغه امريکايي موسسه په يو کلنو روزنيزو دورو کې له پوهنتونونو څخه فارغ ځوانان او نجونې دکمپيوتر، انګليسي ژبې او درهبري دانکشاف په څانګو کې روزي او دغه روزنيزې برنامې دکابل او بلخ  په ولايتونوکې پيل شوي دي.  دغه راز ډاکتر کمال سادات ټينګار وکړ چې دغه برنامې دې دمارننګ ستار موسسې له خوا  دهېواد په نورو ولايتونوکې هم پيل شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha