صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | خپلواک: د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه د طالبانو ترمنځ جدي بحثونه روان دي

خپلواک: د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه د طالبانو ترمنځ جدي بحثونه روان دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
خپلواک: د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه د طالبانو ترمنځ جدي بحثونه روان دي

د افغانستان د سولې د عالي شورا دارالانشاء رئيس وايي، بالاخره نړيوالو، سيمه ييزو او د افغانستان په داخل کې فشارونو طالبان دې ته اړ کړل چې د سولې بين الافغاني مذاکراتو ته لبيک ووايي.

محمد اکرم خپلواک د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استماعيه غونډه کې وويل چې په دې اړه د طالبانو تر منځ جدي بحثونه روان دي.

نوموړي زياته کړه چې دوي د سولې په اړه خبرو ته محتاطانه خوشبين دي.

نوموړي زياته کړه: هغه معلومات چې موږ يې لرو د دوي «طالبانو» تر منځ دغه بحث په جديت روان دي، ستونزې به وي، کېداي شي وخت ونيسي، خو هيله لرو چې روان فشارونه او روانې هڅې چې د سولې په اړه يې موږ لرو او دغه شان په دې اړه نړيوال، سيمه ييز او د افغانستان په داخل کې ملاتړ د دې لامل شي چې موږ بين الافغاني مذاکراتو ته ورسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې ويلي چې له طالبانو سره له قيد او شرط پرته خبرو ته حاضر دي.

د ښاغلي غني په خبره، که طالبان سولې ته حاضر شي، حکومت چمتو دي چې دغه ډله د يو سياسي اړخ په توګه ومني. طالبانو که څه هم په رسمي توګه تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړانديز ته نه رد او نه هم د تائيد ځواب ورکړي، خو د امريکا د دفاع وزير ويلي و چې د طالبانو ځينو وړو ګروپونو د سولې له خبرو سره لېوالتيا ښودلې ده.تازه د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ويلي چې د وسله والو طالبانو شااوخوا ۶۰ جګپوړي مشران حاضر شوي چې افغان حکومت سره سوله وکړي او د کندهار په امن سيمه کې سوله ييز ژوند پيل کړي.

جنرال عبدالرازق ويلي چې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا له شااوخوا ۶۰ مهمو مشرانو سره د سولې په برخه کې تفاهم ته رسېدلي دي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي حميدزي لالي هم وايي چې ځينې طالب مشران کندهار ته راغلي او ځينې هم د راتګ په حال کې دي.

نوموړي زياته کړه:

"تاسې به هم خبر ياست چې ځينې طالبان مشران کندهار ته راغلي او ځينې راځي، موږ د سولې په ارمان يو، خو په ارمانونو نه راځي، سولې ته يوه درسته برنامه پکار ده."

خو محمد اکرم خپلواک وايي چې په افغانستان کې په دې اړه له خلکو سره خبرې شوي او يوه بشپړه ستراتيژي يې ورته جوړه کړې ده. ښاغلي خپلواک زياتوي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به په اندونيزيا کې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د ديني علمانو غونډه جوړه شي.

نوموړي دا هم وايي چې په راتلونکو دوو درې مياشتو کې به په نړيواله او سيمه ييزه کچه اعلان وشي چې د افغانستان جګړه ديني او اسلامي ضبغه نه لري او جهاد ورته نه شي ويل کېداي.

  رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha