صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | اجرائيه رئيس په هېواد کې لومړنی خصوصي طبي ټلویزیون پرانیست

اجرائيه رئيس په هېواد کې لومړنی خصوصي طبي ټلویزیون پرانیست

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس په هېواد کې لومړنی خصوصي طبي ټلویزیون پرانیست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د چراغ په نوم د لومړني طبي خصوصي ټلويزيوني چينل په پرانست غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې لومړي د چراغ د لوړو زده کړو طبي موسسې علمي مرستيال همايون مصطفي د ياد ټلويزيون د اهدافو، د رامنځته کېدو د اړتيا او د خپرونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه ټلويزيون به په هېواد کې وقايوي مشورې ورکوي، د وروستيو طبي پرمختګونو په اړه به راپورونه تهيه کوي او هم به تحقيقاتي ګزارشونه خپروي.

د ياد ټلويزون مشرانو له ټولو طبي ادارو، کار کوونکو او اړوندو دولتي نهادونو څخه وغوښتل چې د دې ټلويزون په برياليتوب کې ورسره مرسته وکړي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وينا کې د چراغ طبي علومو موسسې مسولانو ته د لومړني خصوصي طبي ټلويزيون د پرانستل کېدو مبارکي وويله او ويې ويل، چې د هېواد شرايطو او بې شمېره روغتيايي ستونزو ته په کتو د دغسې يوه ټلويزيون

چې په وړيا ډول خلکو ته معلومات ورکوي، اړتيا ډېره زياته وه.

اجرائيه رئيس د دې تلپاتي ابتکار ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دا ټلويزيون په هېواد کې د يوې سالمې ټولنې لپاره خورا ګټور دي او کله چې سالمه ټولنه رامنځته شي د هېواد ستونزې حل کېږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو دولتي او خصوصي ادارو وغوښتل چې له دې خصوصي ټلويزيون سره همکاري وکړي، د هغه د بريا لپاره هڅې وکړي، ځکه چې خدمات يې د تولو افغانانو لپاره دي.

اجرائيه رئيس همدارنګه د چراغ طبي ټلويزيون له مسوولانو هم وغوښتل چې د يوه ډاکټر بڼه خپله نکړي؛ بلکې د وقايې په شکل سره خپلې خپرونې د هېوادوالو د لومړيتوبونو سره سمې عيار کړي.

هغه ويل، چې د دې ټلويزيون د خپرونو موخه بايد له خلکو سره همکاري او مرسته وي، څو هېوادوال له ناروغيو وژغول شي.

اجرائيه رئيس په هېواد کې د رسنيو وده مثبته وارزوله او ويې ويل، چې د رسنيو په کور کې د دې ډول خصوصي ټلويزيون شتون هيله بښونکي دي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha