صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ

د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ

د غوراوي کمېټې د ټاکنو خپلواک کميسيون د يو کمبود غړي د معرفي په اړه خپل کاري راپور د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.

په هغه کتنه کې چې په همدې موخه په ارګ کې ترسره شوه، لومړي د غوراوي کمېټې رئيس قضاوتوال جاويد رشيدي خبرې وکړې چې يادې کمېټې د يوناما، رسنيو او مدني ټولنې د استازو په حضورکې خپل کار په شفافيت او استقلاليت ترسره کړ او له حکومت څخه مننه کوي چې د يادې کمېټې په کاري چارو کې له لاسوهنې پرته دا ملي بهير د هېواد د نافذه قوانينو او موجوده طرزالعملونو مطابق ترسره شو.

هغه زياته کړه، غوراوي کمېټه د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۷ نېټه د خپل کار له رسمي پيل او د اطلاعيې له صادرولو وروسته ۸۸ د غوښتنليکونو فورمې واخيستې چې په پايله کې۵۷ نوماندانو د ټاکنو خپلواک کميسيون د غړيتوب لپاره خپل اسناد دارالانشا ته وسپارل.

رشيدي وويل د ټاکنو قانون د ۱۲ او ۱۶ مادې د حکم پر بنا په پيل کې ۲۷ نوماندان د داوطلبو له فهرست څخه حذف شول او د ۳۰ نورو نوماندانو اسناد بيا وارزول شو چې له هغو څخه هم ۱۳ نوماندان حذف شول او ۱۷ نوماندان د ارزونې او نمرو ورکولو لپاره شامل شول. په هغو کې ۹ تنه په شرايطو برابروګڼل شول. د ليکنۍ ازموينې له اخيستلو او شفاهي مرکې وروسته  له ۹ نوماندانو څخه درې تنه په شرايطو برابرسيد حفيظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادرځاځي وطندوست چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د غړيتوب لپاره يې تر ټولو مناسب او لوړ معيارونه پوره کړي وو، تاسو ته معرفي شول.

جمهوررئيس محمد اشرف غني د غوراوي کمېټې د راپور له اورېدو وروسته په دې ملي پروسه کې د هغوي له زحمتونو څخه د مننې ترڅنګ چې دنده يې په پوره صداقت او د هېواد د نافذه قوانينو مطابق ترسره کړه وويل: د ملي يووالي حکومت رهبري به د افغانستان ملت ته د خپل تعهد مطابق ژر د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شويو درې واړو نوماندانو سره مصاحبه وکړي او د ټاکنو خپلواک کميسيون د يو کمبود غړي د معرفي په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

په دې کتنه کې د جمهور رئيس دويم مرستيال استاد سرور دانش هم خبرې وکړې او په دې ارزښتناکه او ملي پروسه کې يې د غوراوي کمېټې غړو د زحمتونو مننه وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha