صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | د غوڅ ملاتړ مأموریت: په افغانستان کې خپل مأموریت له بېلابېلو لارو اکمالولای شو

د غوڅ ملاتړ مأموریت: په افغانستان کې خپل مأموریت له بېلابېلو لارو اکمالولای شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د غوڅ ملاتړ مأموریت: په افغانستان کې خپل مأموریت له بېلابېلو لارو اکمالولای شو

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د تجهيزاتو د انتقال لپاره به د پاکستان پر ځاي له بلې هرې بديلې لارې ګټه واخلي.

وروسته له هغې چې پاکستان په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د تجهيزاتو د انتقال د لارې پر بندېدو بحثونه پيل کړل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت که څه هم په ځانګړي ډول په دې اړه نه‌غږېږي، خو وايي چې په افغانستان کې خپل مأموريت د بېلابېلو لارو نه اکمالولاي شي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت مرستيال وياند "کوون فوکنر" ازادي راډيو ته په استولي پيغام کې ويلي چې په بېړنيو حالاتو کې دوي په افغانستان کې د ناټو د مأموريت د دوام لپاره له بېلابېلو انتخابونو کار اخلي.

ښاغلي فوکنر په خپل دغه استول شوي پيغام کې د کوم ځانګړي انتخاب نوم نه‌دي اخيستي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي يو شمېر غړي هم ورته نظر لري او وايي چې د پاکستان له لوري د ناټو د تجهيزاتو د لارې تړل به د ترورېزم په وړاندې پر روانه مبارزه منفي تأثيرات ونه‌لري.

د ولسي جرګې دوهم مرستيال محمد نذير احمدزي وويل:

"دا به پر افغانستان هېڅ منفي تأثيرات ونه‌لري، ځکه افغانستان نورې بديلي لارې هم لري چې ناټو پرې اکمالات وکړي، خو ښه خبره دا ده چې پاکستان دې له دوه مخي سياسته لاس واخلي او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې دې رښتينې همکاري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځ وړاندې "نېشن" پاکستانۍ ورځپاڼي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي چې اسلام‌اباد په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته د تجهيزاتو او خوراکي موادو د انتقال د لارې پر بندولو بحثونه پيل کړي دي.

اسلام‌اباد وروسته له هغې د دې اقدام هڅه کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې ميلادي مياشتې په لومړۍ نېټه پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي

وو چې امريکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ۳۳ ميليارده ډالره مرسته ورکړې، خو پاکستان‌‌يې په بدل کې امريکا ته يوازې چل، فريب او دوکه ورکړې.

له دې وروسته د امريکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې امريکا د پاکستان نږدې دوه ميليارده ډالر مرستې ځنډولي او دې ته اندېښنه نه‌لري چې پاکستان عکس‌العمل ښکاره کړي.

د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس په يوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا اسلام‌اباد به د امريکايي ځواکونو پر مخ د اکمالاتو لارې بندې نه‌کړي؟ ويلي وو "دې ته هېڅ اندېښنه نه‌لري."

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha