صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | پوهاند محمد رسول باوري د باميانو ولايت دگرځندوى په پراختيا او د تاريخي څلو په ټينګښت او ترميمولو ټينګار وکړ

پوهاند محمد رسول باوري د باميانو ولايت دگرځندوى په پراختيا او د تاريخي څلو په ټينګښت او ترميمولو ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پوهاند محمد رسول باوري د باميانو ولايت دگرځندوى په پراختيا او د تاريخي څلو  په ټينګښت او ترميمولو ټينګار وکړ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري دباميانو له والي طاهر زهير سره په کتنه کې ددغه ولايت دګرځندوى په پراختيا او دتاريخي څلو په ترميمولو ټينګار وکړ .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد هم حاضر و، دباميانو والي په فرهنګي اوګرځندوى په برخه کې ددغه ولايت يولړ ستونزې اوغوښتنې او هغو لرغونو اثاروته دپاملرنې په باب وړانديزونه چې دويجاړتيا په حال کې وي، بيان کړل او ددغو مواردو په اړوند يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې غوښتنه وکړه .

  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې د هېواد دتاريخي څلو دساتنې ټينګښت او ترميمولو  په لاره کې  ددغه  وزارت پروګرامونه بيان کړل، دباميانو دتاريخي څلو په ترميمولو، دګرځندوى په پراختيا، دسيما مجلې په ملاتړ، دعلمي فرهنګي او څيړنيز سيمينار په جوړولو او په دغه ولايت کې دفرهنګي اوونۍ په نمانځنې باندې ټينګار وکړ .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha