صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | د وزیرانو شورا فرعي کمېټې په پاکستان کي د افغان کډوالو په اړه ناسته وکړه

د وزیرانو شورا فرعي کمېټې په پاکستان کي د افغان کډوالو په اړه ناسته وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وزیرانو شورا فرعي کمېټې په پاکستان کي د افغان کډوالو په اړه ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا په چوکاټ‌کي د کورنيو بې ځايه سوو او بيا راستنېدونکو فرعي کمېټې په پاکستان کي د افغان کډوالو د وضعيت په اړه ناسته وکړه. دغه ناسته په سپېدار ماڼۍ کي د اجراِيِيه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ

او د ټولو اړوندو کورنيو او بهرنيو مسؤلو ادارو او نهادونو په ګډون وسوه.د هيواد د کډوالو او بيا راستنېدونکو وزير سيد حسين عالمي بلخي غونډي ته په پاکستان کي د ميشتو افغان کډوالو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او وويل، چي په دې اړه ئې په دوه اړخيزو او درې اړخيزو غونډو کي بحثونه کړي دي.

نوموړي زياته کړه،‌چي افغانستان، پاکستان او کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کي د غير راجستر شوو افغان کډوالو په اړه بحث کړي وو او توافقات هم شوي وه،‌چي متاسفانه پاکستاني لوري د تيرو ژمنو مطابق عمل نه دي کړي هغه يادونه وکړه، چي د هيواد د کډوالو وزارت او اړوندو نړيوالو ادارو له پاکستاني مسؤلينو سره د افغان کډوالو د اخراج او نوي ضرب الاجل په اړه خبري کړي.

د هيواد اجرايه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل،‌چي هم افغاني ادارې او هم نړيوال همکاران کار وکړي څو، د کډوالو مسائل د سياسي بحثونو او تبليغاتي هڅو قرباني نشي او په دې برخه کي شوي درې اړخيز توافقات عملي شي.

نوموړي زياته کړه، چي بايد په دې برخه کي لا نور مذاکرات وشي او په هيڅ صورت سره کډوال په زوره له پاکستان څخه ونه ايستل شي، خو په خبره ئې‌چي له پاکستان سره د هڅو او تلاښونو ترڅنګ په کور دننه هم بايد لازمه امادګي ونيول شي.

هغه يادونه وکړه، چي دا ستونزي ته بايد د افغان دولت او نړيوالو مرستندويه نهادنو په سطح لومړيتوب ورکول شي او پر وخت و زمان اساسي مشکلاتو ته رسيدګي وشي. اجراييه رئيس همداراز وويل، چي په کور دننه بايد د بيا راستنېدونکو د سرپناه، لومړنيو خدماتو برابرولو او کار موندني په برخو کي هم لازم فعاليتونه وسي او په عاجله توګه د اړمنو لاسنيوي وشي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha