صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | ولسي جرګې ۱۱ نوماندو وزیرانو ته د تأیيد رایه ورکړه

ولسي جرګې ۱۱ نوماندو وزیرانو ته د تأیيد رایه ورکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسي جرګې ۱۱ نوماندو وزیرانو ته د تأیيد رایه ورکړه

د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له لورې د ۱۲ معرفي شويو نوماند وزيرانو له ډلې ۱۱ ته د تاييد رايه ورکړه، خو نرګس نهان چې د کانونو او پتروليم وزارت ته نومانده وه، له جرګې د باور رأيه تر لاسه نه کړه.

ولسي جرګې د روانې اوونۍ له پيله د يادو نوماندو وزيرانو پرواګرامونه واورېدل او د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د ليندۍ په ۱۳ مه يې ورته صندوقونه کېښودل او رأيې يې ورکړې.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي برياليو وزيرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د رايې ورکونې د بهير نتيجه داسې اعلان کړه:

"۱۲ نوماند وزيران چې د حکومت له لورې ولسي جرګې ته معرفي شوي وو، له ډلې يې ۱۱ وزيرانو د ولسي جرګې اعتماد خپل کړ او د وزيرانو په 

توګه وپېژندل شول، خو له بده مرغه د کانونو او پتروليم وزارت ته نومانده نرګس نهان ونه توانېده چې ۵۰ جمع يو رأيې ترلاسه کړي."

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې ۲۲۴ وکيلانو حضور درلود او د برياليتوب لپاره نوماند وزيران اړ وو چې له ډلې يې د ۱۱۳ وکيلانو د تائيد رأيې خپلې او ۵۰ جمع يو پوره کړي.

د دوشنبې د ورځې په رايه اچونه کې:

-طارق شاه بهرامي د ۱۴۱ تائيد رايو په خپلولو سره د دفاع وزير.

2- نصير احمد دراني د ۱۴۴ رايو په ګټلو د کرنې او مالدارۍ وزير.

- مجيب الرحمن کريمې د ۱۲۹ تائيد رايو په خپلولو سره د کليو او پراختيا وزير.

-يما ياري د ۱۵۶ تائيد رايو په خپلولو سره د فوايد عامې وزير.

-فيض الله ذکي د ۱۲۶ تائيد رايو په خپلولو سره د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير.

-شهزادګل اريوبي د ۱۱۵ تائيد رايو په خپلولو سره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير.

-ويس احمد برمک د ۱۷۳ تائيد رايو په خپلولو سره د کورنيو چارو وزير.

-مصطفي مستور د ۱۵۵ تائيد رايو په خپلولو سره د اقتصاد وزير.

-محمد شفيق ګل اغا شيرزي د ۱۵۸ تائيد رايو په خپلولو سره د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير​.

-نجيب الله خواجه عمري د ۱۲۴ تائيد رأيو په خپلولو سره د لوړو زده کړو وزير.

او وحيد طهماسي د ۱۴۹ برياليو رايو په خپلولو سره د ټرانسپورت وزير په توګه ۵۰ جمع يو رأيې پوره او د وزيرانو په توګه وپېژندل شول.

خو نرګس نهان چې د کانونو او پتروليم وزارت ته نومانده وه، د ۱۰۷ تائيد رأيو په خپلولو سره ونه توانېده چې ۵۰ جمع يو رأيې پوره او ياد وزارت ته بريالۍ شي.

دغه ۱۲ نوماند وزيران د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش له لورې ولسي جرګې ته د تائيد رايې د خپلولو په هدف معرفي شوي وو.

ښاغلي دانش د ولسي جرګې په غونډه کې وويل، دا کسان د تجربې او لياقت له مخې ټاکل شوي او د جرګې له غړو يې وغوښتل چې شرايطو ته په پام سره د کابينې د بشپړېدو په هدف دوي ته د باور رأيه ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري رياست د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلي کړي دي.

د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال په دې اړه وويل:

"موږ د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلي کوو چې زموږ اکثريت کانديد وزيرانو ته يې د اعتماد رأيه ورکړه، زموږ هيله هم همدا وه چې ولسي جرګه دغو کانديد وزيرانو ته چې وړتيا او تخصص يې درلود او د افغانانو خدمت يې يوازنۍ هيله ده، رايه ورکړي. "

د افغانستان ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې د نرګس نهان د کانونو او پتروليم وزارت لپاره بل نوماند وزير او دغه شان د بهرنيو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په ګډون، د سترې محکمې د عالي شورا غړي هم دې جرګې ته د رايې ورکونې لپاره معرفي کړي.

د حقوقي چارو افغان کارپوه کبير رنجبر د ولسي جرګې دغه پرېکړه په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ د دوام د پاي ته رسېدو او د ستونزو د هواري لپاره مهمه بولي، خو وايي، ولسي جرګې بايد د کانونو او پتروليم وزارت نوماندې ته چې د دغه وزارت لپاره يې ښه پروګرامونه هم لرل، د تائيد رايه ورکړې واي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha