صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | مستغني: د کابل او تهران د »هر اړخیزو همکاریو« په غونډه کې ځیني توافقات شوي

مستغني: د کابل او تهران د »هر اړخیزو همکاریو« په غونډه کې ځیني توافقات شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مستغني: د کابل او تهران د »هر اړخیزو همکاریو« په غونډه کې ځیني توافقات شوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان-ايران ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره د همکاريو د يو جامع سند د چمتووالي لپاره په کابل کې دوه اړخيز مذاکرات دوام لري او په ځينو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

د دغه وزارت وياند شکيب مستغني وايي، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چاو د وزيرانو په مشرۍ په دوو کمېسيونونو کې چې لوړپوړي افغان او ايراني چارواکي په‌کې ګډون لري په پنځو کمېټو کې د سند د چمتووالي پر طرحه کار کوي.

ښاغلي مستغني وايي، د سند د چمتووالي لپاره په پنځو دفاعي امنيتي، اقتصادي، د اوبو، فرهنګي او کډوالو په برخو کې مذاکرات روان دي چې په درېيو کمېټو کې پرمختګونه او توافقات شوي دي.

نوموړي زياته کړه:

"دغو درېيو کمېټو چې د همکاريو دفاعي او امنيتي، د اوبو په برخه کې همکاري او د کډوالو کمېټې دي، په دوهمه غونډه کې د دواړو هېوادونو له لوري د همکاريو د جامع سند د چمتووالي لپاره دغو درېيو کمېټو د پام وړ پرمختګونه کړي او ګټور توافقات هم شوي دي."

ښاغلي مستغني د توافقاتو په اړه زيات جزئيات ورنه‌کړل، خو زياته‌يې کړه چې پر اقتصادي او فرهنګي کمېټو به د روانې مياشتې په وروستيو کې دوه اړخيز مذاکرات بيا وشي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له دې وړاندې هم د دې سند د چمتووالي لپاره په ايران کې د دوه اړخيزو کمېسيونونو غونډه درلوده.

افغانستان دا مهال د امريکا په ګډون د نړۍ او سيمې له يو شمېر هېوادونو سره د همکاريو دوه اړخيز تړونونه لاسليک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ايران ترمنځ د کډوالو، د ايران له‌خوا د پوځي لاسوهنې او د اوبو پر سر اختلافات لا پر ځاي پاتې دي.

څه موده وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني    هم د اوبو مسئلې ته په اشارې سره ويلي وو چې افغانستان د اوبو د مهار په وړاندې بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېداي.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ويلي وو چې اوبه د افغانانو طبيعي حق دي او د مديريت لپاره‌يې پلانونه لري.

په ورته وخت کې د نړيوالو چارو افغان کارپوهان د ايران او افغانستان ترمنځ د همکاريو سند د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم وايي، ايران او افغانستان يو بل ته اړتيا لري نو لازمه ده چې دواړه هېوادونه د ستونزو د حل لپاره له يو بل سره همکاري وکړي.

ښاغلي خادم زياتوي افغانستان بايد له هېوادونو سره د لاسليک شويو سندونو د پلي کېدو لپاره يو مېکانيزم رامنځته کړي، څو دواړو لورو ته‌يې ګټې ورسېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha