صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | ټرمـپ وايـي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو په اړه پرېکړې ته نږدې شوی

ټرمـپ وايـي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو په اړه پرېکړې ته نږدې شوی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ټرمـپ وايـي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو په اړه پرېکړې ته نږدې شوی

د امريکا متحده ايالتونو جمهور رئيس ډونالد ټرمپ وايي، افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو په اړه پرېکړې ته ډېر نږدې شوي دي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ژر به داسې يو ځاي ته چې د امريکا تر ټولو اوږده اولس کلنه جګړه پکې روانه ده د سرتېرو د استولو پرېکړه اعلان کړي.

هغه وويل د افغانستان په اړه پرېکړه ډېره لويه پرېکړه ده او په خبره يې په دې پرېکړه کې يې ډېرې ګډوډۍ هوارې کړي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې ډونالد ټرمپ تېره ورځ په نيوجرسي کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو د پرېکړې په اړه خبريالانو ته وويل:

"موږ دې پرېکړې ته ډېر نږدې يو، ډېر زيات نږدې يو، دا زما لپاره يوه ډېره لويه پرېکړه ده، په ريښتيا دا يو داسې ځاي دي چې زموږ تر ټولو اوږده اولس کلنه جګړه پکې ده، ما ته ګډوډي را په ميراث پاتې وه او موږ غواړو دا ګډوډي لږه راکمه کړو."

ټرمپ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امريکا په بوخت پاتې کېدو انتقاد کړي دي خو د افغانستان په اړه يې دا انتقادونه دومره سرسخته هم نه و.

افغانستان ته د اضافه امريکايي سرتېرو د لېږلو له پرېکړه د ملي امنيت سلاکار او ګڼ پوځيان ملاتړ کوي خو د ټرمپ ځينې نږدې سلاکاران بيا دومره خوشبينه هم نه دي.

د اضافي سرتېرو د استولو يو سرسخته ملاتړي د ملي امنيت سلاکار اچ ار مک مسټر دي.

ټرمپ د ملي امنيت د سلاکار مک مسټر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې دي څومره پرې ډاډ لري داسې ځواب ورکړ:

"هو زه پر [مک مسټر] ډاډه يم، جنرال مک مسټر، واقعاً زموږ ملګري دي، هغه زما ملګري دي او يو ډېر وړ کس دي، هغه پر ما ګران دي او زه ورته درناوي لرم."

له ټرمپ سره په دې خبري غونډه کې مرستيال ولسمشر مايک پنس او د ملي امنيت سلاکار مک مسټر هم ناست و.

اوس وخت افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي سرتېري فعاليت کوي چې له تمې سره سم به نږدې څلور زره نور تازه دمي سرتېري دغه هېواد ته واستول شي.

د فرانسې خبري اژانس ليکلي هغه خلک چې افغانستان ته د امريکايي سرتېرو مخالفت کوي يوازې د ټرمپ سلاکاران له هغې ډلې سټراټيژيست سټيف بنن نه دي په خپله ټرمپ هم د دې نظر يې ملاتړي دي.

د رپوټونو له مخې ټرمپ لېواله دي چې دې جګړه ځپلې سيمې ته د امريکايانو د ژوند د خونديتوب په خاطر د عسکرو په ځاي قراردادي جنګيالي ور واستوي.

ميليټري ټايمز تېره اوونۍ د يوه افغان چارواکي په حواله ليکلي و چې په دې برخه کې ان د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ «اکاډمي» چې پخوا بلک واټر مشر ايريک پرنس د يوه خصوصي هوايي ځواک چمتوکولو وړانديز کړي و.

په افغانستان کې که څه هم امريکايي پوځيان تر ډېره د افغان پوځيانو په روزنه او مشوره ورکولو بوخت دي خو شمېرې ښيي چې د دوي تلفات لا هم لوړ پاتې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha