صفحه اصلی | eslah | اخبار | افغانستان | جمهوررئیس غني: زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي

جمهوررئیس غني: زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني: زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ځوانانو د ظرفيتونو او د هغوي د ننګونو په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر کمال سادات، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئيس احمد نادر نادري، د فوايد عامې وزارت سرپرست يما ياري، د کرنې وزير اسدالله ضمير، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اريوبي، د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالطيف روشان، د پايتخت زون د انکشاف ادارې رئيس الهام عمر هوتکي، د جمهوررئيس سلاکارې ملالۍ شينوارې، د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهوررئيس سلاکارې فرخنده زهرا نادري، د جمهوري رياست د وياند دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي او د جمهوررئيس سکرتر زاهد همدرد په دې اړه خپل ليدلوري او نظرونه بيان کړل.

هغوي له ځوانانو څخه د ملاتړاو د ظرفيت جوړولو لپاره د فرصتونو د ايجاد، کارموندنې او د ځوانانو د روزنې په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.

جمهوررئيس غني د غونډې د ګډونوالو د ليدلورو د وړاندې کولو مننه وکړه او وې ويل، دغه نظريات دې  منسجم شي، ترڅو د ځوانانو پوښتونو او غوښتنو ته مناسب ځواب وويل شي

جمهوررئيس زياته کړه، د ملي يووالي حکومت د نسلي بدلون لپاره فرصت رامنځته کړي او زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي دي

هغه څرګنده کړه، مونږ بايد د ځوانانو غوښتنو او پوښتنو ته پام وکړو او هغوي ته مناسب ځوابونه ورکړو ترڅو په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د حضور لپاره مناسب بسترونه برابر شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha