صفحه اصلی | eslah | اخبار | عرب ټولنه:امريکا دې د بيت المقدس په تړاو پرېکړه واخلي

عرب ټولنه:امريکا دې د بيت المقدس په تړاو پرېکړه واخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
عرب ټولنه:امريکا دې د بيت المقدس په تړاو پرېکړه واخلي

عرب ټولنه له امريکا غواړي چې د اسراييل د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د منلو پرېکړه واخلي، ځکه چې په دې سره په سيمه کې تاوتريخوالي ډېرېږي.

په قاهره کې د عرب ټولنې ۲۲ بهرنيو چارو وزيرانو په بېړنۍ ناسته کې وويل، د تېرې چهارشنبې په ورځ د امريکا د ولسمشر دا پرېکړه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده او کوم قانوني حيثيت نه لري.

دوي په بيان کې زياتوي چې امريکا پر ټول بيت المقدس د اسراييل د دعوې په منلو سره له هغې پاليسۍ سره ټکر کوي چې له مخې يې د بيت المقدس کشاله د خبرو له لارې
 اوارېږي.

دوي دا هم وايي، چې د امريکا دا پرېکړه په سيمه کې تاوتريخوالي ډېروي او وېره شته چې روان تاوتريخوالي نور هم زيات شي.

دوي دا هوکړه هم کړې چې د امريکا د پرېکړې خلاف د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې پرېکړه ليک وړاندې شي.

خو د عرب ليګ په بيان کې د امريکا خلاف د اقتصادي بنديزونو خبره نه ده شوې.

له دې مخکې د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران باسل وويل، چې يورشليم يا بيت المقدس ته د امريکا د سفارت لېږدولو د مخنيوي لپاره بايد عرب هېوادونه پر متحدو ايالتونو اقتصادي بنديزونه ولګوي.

د هغه په خبره، د امريکا د دې پرېکړې پرضد ګامونه پورته کول ضروري دي:

"په لومړيو کې بايد ډيپلوماټيک ګامونه پورته شي، بيا سياسي او وروسته اقتصادي او مالي بنديزونه ولګول شي".

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha