صفحه اصلی | eslah | پیام ها | دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردى پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردى پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردى پيغام

په ژورې خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې دهېواد يوسترعالم الحاج مولوي قاضي نظام الدين واعظ وفات شوى دى .

ارواښاد مولوي قاضي نظام الدين  واعظ دخپل عمر اغيزمند دوران خپلو خلکو او هېواد ته دخدمت په لاره کې تير کړ.

دى دمهاجرت او جهاد په دوران کې ، تل دخپلو خلکو  په خدمت کې و، هېوادته  له راستنيدو وروسته يې هم دديني علومو دلوست په ورکولو لاس پورې کړ او دقضا په  برخه کې يې ستر خدمتونه ترسره کړل .

ارواښاد قاضي  صاحب واعظ  دهرات ولايت دعالمانو  شورا درييس ، دهرات دستر جامع جومات دواعظ  او ددغه وزارت د شهيدانو اومعلولينو درييس په توګه ، په خالصانه ډول خپلې دندې ترسره کړې .

دده مړينه دهېوادروحاني او علمي ټولنې ته يوه ستره ضايعه بلل کيږي .

زه دخپلې ډاډ ګيرنې او همدردى  مراتب ددغه رباني  عالم کورنى او دوستانو او هم دهېواد روحاني ټولنې ، په تيره بيا دهرات ولايت عالمانو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha