صفحه اصلی | eslah | پیام ها | د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبيعي علومو د برخې د کيميا او بيولوژي انستيتوت آمر څېړنوال ظل الله احمدي د زړه د حملې له کبله د ٦٠ کلنۍ په عمر وفات شو.

ارواښاد څېړنوال ظل الله احمدي د پوهنتون د استاد او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کيميا او بيولوژي انستيتوت د غړي په حيث اوږده موده د هېواد خدمت کړي دي او په خپل مسلک کې يې تر لسو زيات علمي، څېړنيز آثار ليکلي دي د ارواښاد احمدي ناڅاپي مړينه يوه ستره ضايعه ده.

د هغه اروښاد کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته تسليت وايم. الله تعالي دې يې وبخښي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha