صفحه اصلی | eslah | پیام ها | د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د خواشينۍ پيغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د خواشينۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د خواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د دولت يو پخواني مقام، امير محمد صالحي د ورپيښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

ارواښاد امير محمد صالحي په هند کې د افغاني سفارت د مرستيال، د وزيرانو شورا د ولايتي چارو د رييس په توګه او په نورو بېلابېلو پوستونو کې په لسګونو کلونه هيواد ته خدمت وکړ. د ده مړينه يوه ضايعه ده.

د ارواښاد امير محمد صالحي د مړينې په مناسبت د هغه کورنۍ، همکارانو او د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکو ته تسليت وايم.  الله تعالي دې يې وبخښي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha