صفحه اصلی | eslah | پیام ها | دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رئيس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ چې دهېواد دپوهنې يوه سابقه لرونکې ښوونکې او دښځو دبرخې فعاله حکيمه غرمل وفات شوې ده.

ارواښادې استادې غرمل په سختو شرايطو کې دهېواد دبچيانو دښوونې او روزنې او دهېواد پوهنې ته دخدمت په لاره کې او دغه راز دښځو دحقوقو په برخه کې ديادونې وړ فعاليتونه ترسره کړل او په دغو برخو کې  يې له هيڅ راز  هڅو او هاند  څخه ډډه ونه کړه. ددې ميړنه دهېواد پوهنې ته  يوه ضايعه بلل کيږي.

  دخپلې ژورې ډاډ ګيرنې او همدردۍ مراتب دارواښادې کورنۍ او دوستانو، دهېواد دپوهنې کارکوونکو او دهرات ولايت پتمنو خلکو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج)  له دربار څخه ارواښادې  ته دفردوس جنت هيله کوم.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha