صفحه اصلی | eslah | پیام ها | د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رییس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رییس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رییس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د سترې محکمې د عالي شورا پخواني غړي او د هيواد علمي او اجتماعي شخصيت عبدالمالک جوهر صديقي وفات شو.

ارواښاد جوهر صديقي په لسګونو کلونه د هيواد په عدلي او قضايي نظام کې د کار له لارې د هيواد او هيوادوالو خدمت وکړ. ده د يوه علمي شخصيت په حيث هم مختلفې ليکنې او ژباړنې کړې دي. د جوهر صديقي مړينه د هيواد لپاره يوه ضايعه ده. د عبدالمالک جوهر صديقي د وفات له کبله د هغه درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د ننګرهار خلکو ته تسليت وايم. الله تعالي دې يې وبخښي او جنتونه دې يې په نصيب شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha