صفحه اصلی | eslah | پیام ها | د لښکرګاه پر ځانمرګي برید د اجرائیه رئیس د خواشینۍ پیغام

د لښکرګاه پر ځانمرګي برید د اجرائیه رئیس د خواشینۍ پیغام

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لښکرګاه پر ځانمرګي برید د اجرائیه رئیس د خواشینۍ پیغام

په ډېر خفګان سره مي خبر تر لاسه کړي چي د خلکو او خاوري دښمنانو يو ځل بيا د يوه ځانمرګي بريد په کولو سره د لښکرګاه په ښار کي خپله بدرنګه څيره زموږ خلکو ته وښوول.

دغه ځانمرګي بريدکوونکي د بانک سره نژدې د ګڼه ګوڼي څخه ډکه ساحه کي ځان الوزولي او ملکي خلک يې د خپل شوم بريد موخه ګرځولي دي.

زه دا بريد په کلکه غندم او په پېښه کي شهيدوو شوو وطنوالو ته د فردوس جنت، زخميانو ته د عاجلي شفا او ټولو غمجنو هيوادوالو ته د جميل صبر دعا کوم.

زموږ د سولي، امن او پرمختګ دښمنان دي اګاه وي، چي دا ډول بريدونه به سولي او زموږ نورو ټولو سپېڅلو ارمانونو ته په رسېدو کي زموږ مزل ټکني نکړي، بلکه مرسته به وکړي چي، موږ لا هم په يووالي او قوت سره د خپلو موخو پر لور ودرومو.

بي دينه، بې مذهبه، بدرنګ او د پرديو غلام دښمن تل هڅه کړې، چي د مېړنيو افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا خوړلې ماتې د ملکي خلکو په هدف ګرځولو سره جبران کړي.

زموږ دښمنانو نه يوازي ملکي خلک د خپلو ناروا موخو ښکار ګرځولي، بلکه ديني او مذهبي اماکن يې هم د بمونو او باروتو خوراک کړي او د بشر ترڅنګ يې له عقايدو او اديانو سره هم خپله دښمني په ډاګه کړې ده.

دلته کابل او هلته هلمند کي ټولو مسؤولو نظامي، کشفي او تخنيکي مسؤلينو او ټيمونو ته مسؤليتونه سپارل شوي چي ددې بريد د عاملينو په تشخيص کي چټک ګامونه واخلي او ولس يې له لاسته راوړنو خبر کړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha