صفحه اصلی | eslah | احکام و فرامین | جمهوررئیس غني د تقنیني فرمان له لارې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمه ماده کې تعدیل توشیح کړ

جمهوررئیس غني د تقنیني فرمان له لارې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمه ماده کې تعدیل توشیح کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د تقنیني فرمان له لارې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمه ماده کې تعدیل توشیح کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمه ماده کې د تعديل په اړه تقنيني فرمان توشيح کړ.

د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي: د اساسي قانون د ۷۹مادې له حکم سره سم د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په شپږمې مادې کې تعديل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ۱۵/۶/۱۳۹۵نيټې د ۱۳ګڼې مصوبې په اساس تصويب شوي دي، توشيح کوم.

جمهوررئيس د دغه فرمان سره سم، د عدليې او په پارلماني چارو کې د دولت وزيران موظف کړل چې دغه فرمان د ۳۰ورځو په موده کې د ملي شورا د لومړنۍ غونډې تر جوړېدو دغې شورا ته وړاندې کړي.

همدارنګه دغه فرمان له توشيح سره سم نافذ دي او د کابينې له مصوبې او ياد تعديل سره به رسمي جريده کې خپرېږي.

جمهوررئيس د ياد فرمان له توشيح وروسته، وويل: د دغې مادې توشيح هر اړخيزه ده او کره شمېرو ته د نه لاسرسي ستونزه حلوي.

هغه زياته کړه: دا يوه جدي موضوع وه، چې د خداي (ج) په فضل سره په غوره توګه حل شوه، د تقنين کمېټې او د کابينې له ټولو غړو او درانه ملت څخه منندوي يم

جمهوررئيس وويل: حکومتولي په زغم او ژور فکر کېږي، زموږ د حرکت طريقه اساسي وه او دا به نيک فال وګڼو او هيله‌مند يوو چې د افغانستان پارلمان يې ژر تائيد کړي.

جمهوررئيس په ډاګه کړه: موږ دوه بيړنۍ مسئلې لرو، له پاکستان او ايران څخه زموږ د خلکو راستنېدل چې د هويت کارتونو ته اړتيا لري او بل  د ټاکنو کول دي. د ملي وحدت حکومت څرګنده او ټينګه اراده لري چې ټاکنې وشي او د ټاکنو په بهير کې مو چې د تذکرو د استعمال کوم شرط درلود، هغه مو پوره کړ.

ورپسې د جمهوري رياست دويم مرستيال محمدسرور دانش وويل، تذکره لرل د يو شخص ملي او مدني هويت ښيي او د افغانستان په اساسي قانون کې دغه هويت په تفصيل بيان شوي دي.

هغه په دغه بهير کې د جمهوررئيس او اجرائيه رئيس له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ وويل، د الکترونيکي تذکرو په اړه د افغانستان د بېلابېلو قومونو غوښتنه دا وه چې د افغانستان د ملي هويت درې عنصره يعنې مليت، دين او قوم دې په پاڼه کې درج شي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دې اړه خبرې وکړې، وې ويل: د نفوسو د احوالو د ثبت قانون شپږمه ماده کې تعديل يو لړ بحثونه غوښتل او اکثريت په هغې طرحې قانع دي چې د تعديل لپاره يې وړانديز شوي و، دا يو ښه خبر ګڼي او هيله مند يوو چې عملي چارې يې هم چټکې شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha