صفحه اصلی | eslah | احکام و فرامین | د افغانستان د اسلامي جمهوري رياست فرمان

د افغانستان د اسلامي جمهوري رياست فرمان

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د اسلامي جمهوري رياست فرمان

د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو او حزب اسلامي مسلح ځواکونو سره د اوربند په هکله د افغانستان د جمهور رئيس او د وسله وال پوځ اعلي سرقوماندان فرمان

د هېواد ميړنيو سرتيرو، بريدملانو، افسرانو او زړه ورو جنرالانو د هغو سرښندنو او نه ستړې کيدونکو هلوځلو څخه په مننه چي د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو او د ملي حاکميت څخه په دفاع او نړيوال تروريزم سره په جګړه کې يي کړي دي، هغو پاکو وينو ته په درناوي چي په دې سپيڅلې لارکې د الله (ج) په رضا تويي شوي دي، د شهيدانو د آرمانونو د پوره کيدو لپاره د اساسي قانون د ۶۴ مادې د دريمې فقرې پربنسټ د روان ۱۳۹۵ لمريز کال د تلې د مياشتې په ۸ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر او د حزب اسلامي افغانستان د امير انجنير ګلبدين حکمتيار ترمنځ د سولې توافقليک لاسليک
شو.

له همدې کبله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر او د پوځ اعلي سرقوماندان په توګه د تلپاتې سولې د ټينګښت په نيت د هېواد ټولو دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د لاندې اقداماتو د پلي کولو امر کوم:

لومړۍ ماده: د هېواد هوايي او ځمکني (زغروا ل، توپچي، پلي، کوماندو، سرحدي او نور) ځواکونه دې د اسلامي حزب پر مورچلونو، مرکزونو او قرارګاوو خپل جګړه ايز او چاڼيز عمليات او ګوزارونه بند کړي.

دوهمه ماده: د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو (د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، او د ملي امنيت لوي رياست) رهبري هيئت ته دنده سپارل کيږي چې د حزب اسلامي د پلاوي سره په مشوره د يوې هراړخيزې څيړنې له مخي اغيزمن ميکانيزم جوړ کړي او د هغه پربنسټ هغه سيمې چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه پکې ميشت دي تشخيص کړي ترڅو د هر اړخيزې همکارۍ سره سم اوربند پلي شي او د ناوړو پيښو مخه ونيول شي.

دريمه ماده: ترهغه پورې چي د حزب اسلامي افغانستان مسلح افراد (مرکزونه) خپلې وسلې د جلب او جذب پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د مجدد ادغام بهير بشپړ کيږي، کله چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه د نړيوال تروريزم او يا د هېواد د مسلحو مخالفينو لخوا تر بريد لاندې راځي ټول ځواکونه دي
 ورسره لازمې مرستې او ملاتړ
وکړي.

څلورمه ماده: د قول اردو ګانو، فرقو او لواګانو قوماندانان، د پوليسو د زونونو او ولايتونو امنيه قوماندانان او د ملي امنيت د لوي رياست اړوند ولايتي او مرکزي رياستونه دې خپل جګړه ايز احضارات (چمتوالي) يوه درجه لوړ کړي تر څو نړيوال تروريزم د همدې فرصت څخه ناوړه ګټه
 وانخلي.

پنځمه ماده: وزارتونه، دولتي اړوندې ادارې او واليان دې د حزب اسلامي د قوماندانانو او افرادو سره د سيمې د امنيت لپاره خپلې ناستې، سلا او مشورې د لاسليک شوي توافقليک سره سم ترسره
کړي.

شپږمه ماده: کله چې د حزب اسلامي افغانستان مسلح ځواکونه خپلې وسلې د اړوندو امنيتي ادارو سره د يو منظم پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د بيت المال برخه ګرځي او دوي د مجدد ادغام په بهير کې شامليږي، د افغانستان وسلوال ځواکونه مکلف دي چي د هيواد د نورو وګړو په شان د حزب اسلامي د مسلح ځواکونو او غړو د ځان، مال او حيثيت ساتنه د قانون سره سم تامين کړي.

اوومه ماده: دواړه خواوې د اوربند د پوره تطبيق مکلفيت لري او هرډول سرغړونه او لدې اوربند نه غلطه استفاده به د قانون سره سم څيړل کيږي او د مجرم سره به قانوني چلند کيږي. د حزب اسلامي  غړي او د هغوي متعلقين د نورو هيوادوالو په شان د قانون پر وړاندې عين حقوق او مسؤليتونه
 لري. 

اتمه ماده: د افغانستان د ملي او امنيتي ځواکونو رهبري ته دنده سپارل کيږي چي د سولې د لاسليک شوي توافقليک د موادو د پلي کيدو لپاره د قاطع حمايت د قوماندان او د نړيوال ائتلاف نورو قوتونو سره بشپړه همآهنګي وکړي.

نهمه ماده: د دې فرمان د پلي کيدو څارنه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز په غاړه ده چي د يو خاص طرزالعمل په چوکاټ کې د افغانستان مسلح قواووته ددي فرمان د څرنګوالي په هکله لارښونه وکړي.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئيس

او د وسله وال پوځ اعلي سرقوماندان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha