صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | قزاقستان له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا غواړي

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا غواړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
قزاقستان له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا غواړي

کابل ته د قزاقستان تازه راغلي سفير عليم خان يسين ګلدييف، د هيواد له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په تعارفي ليدنه کي وويل چي هيواد يې له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پراختيا غواړي.

اجرائيه رئيس، ښاغلي ګلدييف ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل، چي افغانستان او قزاقستان له يو بل سره په امنيتي، تجارتي او تحصيلي برخو کي همکارۍ لري، خو په وينا يې مهمه ده چي دا همکارۍ نورو برخو ته هم وغځېږي او پسې زياتي شي.

هغه يادونه وکړه، چي د اقتصادي اړيکو د زياتوالي خورا ډېره زمينه هم مساعده ده او دا اړيکي کولاي شي، چي په نورو برخو کي مهمو لاسته راوړنو ته زمينه مساعده کړي. نوموړي له قزاقستان هيواد څخه مننه وکړه، چي د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي يې د افغانستان د امنيت او سولي له داعيې ملاتړ کړي دي.

د قزاقستان سفير همداراز وويل، چي هيواد يې د افغانستان د امنيت لپاره د سولي له پروسې ملاتړ کوي او هيله لري، چي دلته دايمي سوله تامين شي.

هغه زياته کړه، چي قزاقستان به د سيمي او نړۍ په کچه په ټولو سازمانونو او ساختارونو کي د افغانستان له داعيې ملاتړ
کوي
.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha