صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د نړيوال بانک مالي مرستي د قدر وړ دي

د نړيوال بانک مالي مرستي د قدر وړ دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نړيوال بانک مالي مرستي د قدر وړ دي

نړيوال بانك له افغانستان سره د شاوخوا 700 مليونو امريکايي ډالر وړيا مرسته اعلان کړه، دا پيسي ددريوکلونو په موده کي د روغتيايي چوپړونو له لاري لګول کيږي البته د مرسته شوو پيسو په لګولو کي په پوره روڼتيا ( شفافيت) موجودي. د عامي روغتيا وزارت دغه پروژي د دريم لوري له خوا څار او تر ارزوني لاندي نيول کيږي.

له افغانستان سره د 691 مليونو ډالرو وړيا مرستي سند د وري (حمل) په پاي کي د ماليي د ښاغلي وزير او دنړيوال بانک د استازي ترمنځ په کابل کي لاسليک شو. ددغي مرستي شوي 600 مليونه ډالره د روغتيايي خدمتونو پراختياته ځانګړي شوي دي. د ياد دښت وړده  چي په روغتيا سکتور کي په دومره لويه پيمانه مرسته د داسي يوه هيواد له پاره چي لږتر لږه 40 سلنه وګړي يي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسي نه لري، خوراښه زيري دي.

د عامي روغتيا وزارت په دي باوردي چي دغه مرسته شوي پيسي به په ښه شان اوپه پوره رونټيا سره ولګول شي. نوي قرار دادي ته به وركړل شي او خدمتونه به يي هم ددريم لوري لخوا څار او و ارېول شي. د افغانستان دليري پرختو سيمو وګړي روغتيايي چو پړونو ته لاسرسي نه لري، په ساعتونو پلي منزل څخه وروسته يوه صحي مرکز ته رسيږي ډير ګټور تمام شي.

د نړيوال بانک پاتي 91 مليون ډالر به د ديجيټال کاسا په نوم د نوري فايبر په غځولو ا و د بانکي سيستم په ودي ولګول شي. البته دا مرسته په حکومت کي  د اطلاعاتو سمون له پاره د نړيوالي ټولني د ژمنتيا (تعهد) ښکاروندويه ده چي يي اجرا کوي. دغه نوي مرسته به په هيواد کي د ملي دولتي بوديجي له لاري ولګول شي او شفا فه به وي.

نړيوال بانک د افغانستان له پاره د لويو مرسته کوونکو او تمويلونکو نړيوالو موسسو څخه دي چي په تيره يوه نيمه لسيزه کي يي کابو ۴ ميليار ده ډالري مرسته کړي ده.

او هم يي د افغانستان د کلني پراختيايي بوديجي (انکشافي) بوديجي له پاره 1.6ميليارده مرسته کړي ده.

چي مونږ افغانان يي د دي وړيا مرستو منندوي يوو.

عبدالهادي قريشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha