صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | هند او چین په افغانستان کې د سترې اقتصادي پروژې د پیل موافقه وکړه

هند او چین په افغانستان کې د سترې اقتصادي پروژې د پیل موافقه وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هند او چین په افغانستان کې د سترې اقتصادي پروژې د پیل موافقه وکړه

د راپورونو په حواله، هند او چين هېوادونه غواړي چې د ګډو اقتصادي پروژو په مرسته، په خپلو اړيکو کې د کلونو ترينګلتيا لېرې کړي.

د هند او چين رسنيو دا خبر د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چين ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځنۍ غير رسمي کتنې په پاي کې خپور کړ.

دواړو رهبرانو د چين په ووهان ښار کې په سيمه کې د اقتصادي اړيکو د پراختيا په مرسته يې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفير د هند او چين د دې پرېکړې هرکلي وکړ.

شيدا محمد ابدالي وويل، د هند او چين په څېر، د سيمې د سترو اقتصادي او سياسي قدرتونو همکاري په افغانستان کې له امنيت او اقتصادي ودې سره مرسته کولاي شي.

ابدالي له ازادي راډيو سره په مرکه کې باور څرګند کړ چې د سيمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو عملي کېدل به، هېوادونه د رقابت پر ځاي همکارۍ ته وهڅوي.

په افغانستان کې د هند او چين د ګډې اقتصادي پروژې جزييات نه دي خپاره شوي.

خو شيدا محمد ابدالي وويل: "طبعاً، دا به د افغانستان د اولويتونو تر تثبيت وروسته، د ټولو په مشوره ګڼل کېږي چې په افغانستان کې کومې اقتصادي پروژې پېل شي، دا بحثونه به په راتلونکې وخت کې کېږي او موږ يې ټينګ هرکلي کوو."

هند او چين پر ګډو سرحدي سيمو لانجه لري. چين ته د نريندرا مودي سفر د اسيا د دې سترو سياسي او اقتصادي قدرتونو ترمنځ، د اړيکو د پراختيا لپاره مهم بلل شوي دي.

د هند او چين رهبرانو په وروستۍ غير رسمي کتنه کې، په خپلو کې د سياسي کړکېچ او سرحدي لانجو د حل لپاره مذاکرې غوره بللي او ويلي يې دي چې دواړه هېوادونه دا سياسي پوهه لري چې ستونزې په خبرو حل کړي. د هند صدراعظم او د چين ولسمشر په سيمه کې ترورېزم يو ګډ ګواښ بللي او پر ضد يې د ګډې مبارزې هوډ کړي دي.

چين په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د پېل ملاتړ کړي دي.

پيکنګ د اسيا په کچه، د پاکستان له مهمو تجارتي او سياسي ملګرو هېوادونو بلل کېږي.

هند په وروستيو، تقريباً دوو لسيزو کې د افغانستان له بيارغونې سره ميليونونه ډالر مرسته کړې ده.

د امريکا د نړيوالو پراختيايي مرستو ادارې په حواله، د افغانستان ولسمشر تېرکال اټکل کړي و چې په پنځو کلونو کې به له هند سره د دوه اړخيز تجارت اندازه، ۱۰ ميليارده ډالرو ته لوړه شي.

خو په افغانستان کې د يوشمېر څارونکو په باور، په وروستيو لسيزو کې د افغانستان اقتصادي وضعيت او سياسي اقليم په مستقيم ډول د هند او پاکستان د رقابت او له چين سره د پاکستان د نېږدې سياسي او اقتصادي اړيکو تر منفي اغېز لاندې پاتې شوي دي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفيرشيدا محمد ابدالي وايي، هيله مند دي چې د پاکستان په ګډون د سيمې ټول هېوادونه به د هغو پروژو ملاتړ وکړي چې هدف يې د افغانستان د اقتصادي ثبات ټينګول دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha