صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون اونيزه غونډه په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې کمېسيون ۳۴ قراردادونه وارزول او په پايله کې د ۲٫۳ ميليارد افغانيو په ارزښت ۲۰ قراردادونه منظورکړل:

د پکتيا ولايت د ګردېز ښار د اوبو رسولې شبکې پروژې قرارداد؛

د کليو پراختيا وزارت اړوند پروان ولايت چاريکار ښار کې د ۸ کيلو متره پاخه سرک جوړولو پروژې قرارداد؛

د فارياب ولايت د ميمنې ښار د اوبو رسولو شبکې قرارداد چې داوطلب شرکت سره د نهايي مذاکرې په شرط منظور شو؛

د افغانستان د ملکي او هوايي چلند خپلواکې ادارې اړوند د هرات بين المللي هوايي ډګر د پراختيا د تخنيکي مطالعې او تجهيز قرارداد؛

د کابل ښاروالۍ د وسايطو او ماشين الاتو د اړتيا وړ درې ډوله (ډيزل، پټرول او خاورې) تېلو د برابرولو او تدارک قرارداد؛

د لوړو زده کړو وزارت مرکز کدري روغتونونو او تحصيلي بنسټونو د اړتيا اعاشوي موادو د تهيې او تدارک قرارداد؛

د ماليې وزارت د اړتيا وړ دوه ډوله تېلو د تهيې او تدارک قرارداد؛

د افغانستان د تجاري معلوماتو سيستم پروګرام د اجرا لپاره د امکان سنجي او ډيزاين مطالعاتو ترسره کولو لپاره د مشورتي خدماتو قرارداد؛

د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بغلان ولايت اندراب ته متصل خنجان ولسوالۍ ساحو اړوند برېښنا شبکې د اړتيا وړ برقي تجهيزاتو د تدارک قرارداد؛

د افغانستان برېښنا شرکت د اړتيا وړ برېښنا چارو ساختماني او متفرقه تجهيزاتو د تهيې او تدارک قرارداد؛

د عامې روغتيا وزارت تاسيساتو د اړتيا وړ يو قلم اکسېجن قرارداد؛

د ۳۴ ولايتونو د عامې روغتيا رياستونو لپاره د IT وسايلو د تدارک قرارداد؛

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳ جنراتورونو اساسي ترميم په موخه د پرزه جاتو د تهيې او تدارک پروژې قرارداد؛

د ملي اردو تجهيزاتو او اسانتياو او تاسيساتو د حفظ او مراقبت چوکاټي قرارداد؛

د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځه قلمه اړتيا وړ تازه مېوې تدارک چوکاټي قرارداد؛

د کورنيو چارو وزارت د لوژستيک عمومي رياست اړتيا وړ ۳۰ قلمه اعاشوي موادو چوکاټي قرارداد؛

د کورنيو چارو وزارت د محابسو او توقيف خونو رياست د ۲۶ قلمه اعاشوي موادو چوکاټي قرارداد؛

د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو ثبت سيستم د حفظ او مراقبت خدماتو قېمت زياتوالي سره د قرارداد تعديل؛

د لغمان ولايت ۱۰۰ بستره روغتون جوړولو قېمت زياتوالي سره د قرارداد تعديل؛

د حامد کرزي، کندهار، هرات او مزار شريف بين المللي هوايي ډګرونو د امنيت تامين خدماتو پروژې قېمت لوړوالي سره د قرارداد تعديل.

سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسيون د ملي اردو پرسونل هوايي انتقالاتو قرارداد د اريانا افغان هوايي شرکت لپاره منظور کړ.

له بل لوري د لغمان ولايت مهترلام بابا پورې د عمرزي سرک پروژې قرارداد، د پکتيا ولايت سرخي کوتل پورې جاني خېل سرک، د پکتيا ولايت قاسم خېل پورې د احمدخېل سرک جوړولو پروژې قرارداد مودې غځولو غوښتنه، د بغلان ولايت د سل بستريز روغتون جوړولو پروژه او د ستر درستيز صحيه قومندانۍ د اړتيا لابراتواري ريجنټونو او طبي لوازمو د ۳۸۷ قلمه درملو قرارداد د مودې غځول هم کمېسيون تائيد کړل.

په دې غونډه کې فوايد عامې او عامې روغتيا وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو انکشافي پروژو د زماني مديريت او بشپړولو په اړه په ټاکلي وخت کې زياته توجه وکړي.

په پاي کې د حاجيانو لپاره د واکسين پر موضوع هم بحث او پرېکړه وشوه چې کوښښ دې وشي دا اړتيا هند سره د دولت په دولت قرارداد له لارې برابره شي.

د کمېسيون په دې غونډه کې د جمهوري رياست دويم مرسيتال استاد سرور دانش، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، اقتصاد او عدليې وزارتونو سرپرستانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو، د فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتيا څار،  د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسيونونو، د فساد پر ضد مبارزې د څارنې او ارزونې ګډ کمېسيون رئيس، د سيګار، د يوناما او غوڅ ملاتړ استازو، ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha