صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کېږي

د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کېږي

افغان حکومت غواړي چې د ځوانانو د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف د افغانستان ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کړي.

افغان حکومت په پام کې لري چې تر راتلونکو درېيو کلونو پورې د هرې ولسوالۍ په کچه يو حرفوي ښوونځي جوړ کړي.

د بشري سرچينو، زېربناوو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار محمد همايون قيومي د شنبې په ورځ «۱۳۹۷کال غويي لومړۍ» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، هغه ځوانان چې اوسمهال له ښوونځيو او پوهنتونو فارغېږي د مارکېټ کاري اړتياوې نه شي پوره کولاي.

ښاغلي قيومي وايي، تر راتلونکو درېيو کلونو پورې به په ټول هېواد کې له دريو سوو پورته حرفوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه:"پنځه ښوونځي تېر کال پرانېستل شول،پنځه نور حرفوي ښوونځي به سږ کال په پنځو سيمو کې جوړ شي، د ولسمشر د لارښوونې سره سم موږ غواړو په راتلونکو دوو کلونو کې په هر ولايت کې يو حرفوي ښوونځي او تر دريو کلونو پورې د هرې ولسوالۍ په کچه يو حرفوي ښوونځي ولرو چې دا له ۳۴۰ نه ډېر ښوونځي کېږي، په اوږمهال کې زموږ پلان دا دي چې زموږ اويا سلنه ښوونځي حرفوي شي."

د ښاغلي قيومي په خبره، هغه پنځه حرفوي ښوونځي چې تېر کال په کابل او بلخ ولايتونو کې جوړ شوي ډېره ښه نتيجه يې ورکړې او فارغ شوي ځوانان ترې راضي و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په هېواد کې د شته ۱۵۰ زراعتي حرفوي ښوونځيو د پراختيا او ظرفيت لوړونې لپاره به هم هڅې وشي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال له يو ميليون ډېر ځوانان په پوهنيز سيسټم کې شامل دي چې له فراغت وروسته ډېر کم شمېر يې د لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا کوي او نور يې بيا د کاري وړتياوو او حرفې د نه لرلو له امله بې کاره پاتې کېږي.

خو زياتره ځوانان او عام خلک بيا نا امني، د کاري اسانتياو نه شتون، اداري فساد او دغه شان د لازمو پالېسيو نشتوالي په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د پراختيا مهم لاملونه بولي.

د نړيوال بانک د وروستيو احصائيو له مخې چې افغان حکومت ‌يې هم تائيدوي په افغانستان کې د کار په شرايطو برابر 1.9ميليونه کسان بې کاره دي.

په ورته وخت کې د پوهنيزو چارو کارپوه صديق پتمن که څه هم د ښوونځيو حرفوي کېدل يو ښه اقدام بولي خو وايي، دا چاره لازمو پلانونو او امکاناتو ته اړتيا لري:

"د يوه حرفوي ښوونځي جوړول ميليونونو ډالرو ته اړتيا لري ځکه هلته ماشين الاتو او کافي نورو وسايلو ته اړتيا ده،حکومت دې موږ ته داسې وعدې راکړي چې هغه عملي وي."

ښاغلي پتمن وايي، په اوسنيو شرائطو کې ډېر کم امکانات لېدل کېږي چې ښوونځي دې حرفوي شي، ځکه د ده په خبره حکومت له يوې خوا دې چارې ته کافي بودجه نه لري او له بله پلوه داسې تکړه ښوونکي او استادان هم نشته چې زده کوونکو ته په اړوندو برخو کې د پام وړ روزنه ورکړي.

 واصل وصال

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha