صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د مالیې وزیر د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) له اجرایېوي مرستیال سره وکتل

د مالیې وزیر د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) له اجرایېوي مرستیال سره وکتل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مالیې وزیر د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) له اجرایېوي مرستیال سره وکتل

د ماليې وزير اکليل حکيمي، د وري مياشتې په ۳۱ نېټه چې د امريکا متحده ايالتونو واشنګټن ډي سي ته د پيسو د نړيوال صندوق (IMF) او نړيوال بانک (WB) په پسرلنيو ناستو کې د ګډون په موخه په رسمي سفر تللي، د خپلو ناستو په دوام کې يې د افغانستان بانک د ريېس ښاغلي خليل صديق، او په واشنګټن کې د افغانستان سفير ښاغلي حمدالله محب، په شتون کې د پيسو د نړيوال صندوق (IMF) له اجرايېوي مرستيال ښاغلي ميټسو هيروفروسوال، سره د اقتصادي او بانکدارۍ سکټور په مسائلو خبرې وکړې.

د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړپه دې کتنه کې د پيسو د نړيوال صندوق اجرايېوي مرستيال،  د افغانستان حکومت له لوري د ملي عوايدو د لوړېدو او د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې د اړينو او معياري اصلاحاتو ستاينه وکړه او يوځل بيا يې د حکومت له اصلاحي اجنډا څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

د ماليې وزير، د افغانستان د مالي اصلاحاتو لپاره د پيسو نړيوال صندوق له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ هغه ته د ژنيو په کنفرانس کې چې د روان کال په وروستيو کې تر سره کېږي د ګډون بلنه
 ورکړه
.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha