صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | کرنې وزير د شاتو د لمانځ غونډې په ورځ: د تير كال په پرتله د شاتو په توليد كې ۲۴ سلنه زياتوالې راغلۍ دي

کرنې وزير د شاتو د لمانځ غونډې په ورځ: د تير كال په پرتله د شاتو په توليد كې ۲۴ سلنه زياتوالې راغلۍ دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کرنې وزير د شاتو د لمانځ غونډې په ورځ: د تير كال په پرتله د شاتو په توليد كې ۲۴ سلنه زياتوالې راغلۍ دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کوپراتيفونو، د شاتو مچيو اتحاديو، بڼوالو، د ولايتونو د کرنې رياستونو مامورينو، د خصوصي سکټور استازي او د کورنيو او بهرنيو غير دولتي موسسو په حضور کې د شاتو ورځ ولمانځل.

د شاتو د ورځې د لمانځ غونډې په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني په تېر کال کې د شاتو د توليد او کيفيت پر څرنګوالي خبرې وکړې او ويې ويل چې، د افغانستان د شاتو کيفيت د بهرنيو شاتو د کيفيت په پرتله ښه دي او بايد زمونږ هېوادوال د روغتيايې ګټې او مثبتې تغذيې په موخه له کورنيو شاتو څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي دراني وويل چې، له کورنيو شاتو څخه ګټه پورته کول د دې سبب کيږي چې توليدات تر پخوا ښه او معياري شي. او د شاتو مچيو د روزنې لپاره د چاپريال د اصلاح زمينه برابره شي همداراز زمونږ ډېر شمېر هېوادوال د شاتو مچيو روزنې او پالنې ته مخه کړي.

د کرنې وزير په هېواد کې د شاتو مچيو د روزنې پراختيا ته په اشاې سره وويل: «د شاتو د مچيو روزلو په برخه کې ۴۰ زره کورنۍ کار کوي او د خپلو کورنيو لګښتونه له همدې لارې ترلاسه کوي

د کرنې وزير يادونه وکړه، چې د مګړۍ په هېواد کې شپږ زره او ۵۱۰ کسان د شاتو مچيو په روزلو بوخت دي او کرنې وزارت د ۸ کوپراتيفونو، ۲۸ ټولنو او يوه اتحاديې په قالب کې د شاتو مچيو روزنکو څخه ملاتړ کوي.

کرنې وزير د شاتو د ورځې د لمانځ غونډې په مراسمو کې وويل چې، په ۲۰۱۷ ام زيږديز کال کې دوه زره او ۱۰۳ ټنه شات توليد شوي دي چې، د وړم کال په پرتله ۲۴ سلنه زياتوالي په كې راغلي دي.

دمګړۍ په افغانستان کې د شاتو مچيو ۲۱۳ زره او ۸۳۷ صندوقونه شتون لري خو افغانستان د شاتو د مچيو د يو ميليون صندوقونو ظرفيت لري.

دا په داسې حال کې ده چې، بهرني شات په ډېر ټيټ کيفيت سره د افغانستان بازارونو ته راوړل کيږي او په ټېټه بيه پلورل کيږي چې، بازار يې خپل کړي دي. په داسې حال کې چې وطني شات ډېر ښه کيفيت لري خو هېوادوال له وطني شاتو څخه ډېر لږ ګټه پور ته کوي.

د کرنې وزير همداراز د شاتو د کيفيت پر ښه کولو ټينګار وکړ او د شاتو مچيو روزونکو ته يې وويل: «د شاتو صنعت بايد په نړيوالو معيارونو برابر شي، په دې برخه کې مونږ له تاسو سره مرسته کوو، چې بايد شات نړيوالو بازارونو ته وليږل شي او د کورنيو شاتو کيفيت مشهور شي، مونږ په پام کې لرو چې، د شاتو د توليد کچه ۱۱ زره ټنو ته ورسوو

ښاغلي دراني وويل چې، د کرنې وزارت له خوا د شاتو د ورځې لمانځل هېوادوالو ته د کورنيو شاتو کيفيت او ګټې ښودل دي ترڅو دوي وکولاي شي د خپل هېواد له محصولاتو څخه ګټه پورته کړي څو د دې ښه او باکيفيته توليد لپاره بازار او نورې زمينې برابري شي.

ښاغلي دراني همداراز وويل چې، د شاتو مچيو روزنه د چاپريال د اصلاح سبب هم کيږي او د چاپريال ساتنې په موخه دا د هېوادوالو يو مکلفيت دي چې، کورني شات وپېري او له چاپرياساتنې څخه ملاتړ وکړي.

د کرنې وزير همداراز زياته کړه، کرنې وزارت په پام کې لري چې، د شاتو مچيو د روزنې د ودې په موخه د بازار موندنې، توليداتو زياتوالي، د شاتو صادرولو لپاره د خصوصي سکټور هڅونه او په نړيوالو معيارونو سره د شاتو مچيو روزنې ته د زمينې برابرولو په پار هلې ځلې وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha