صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | دافغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په باب خبرې وشوې

دافغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په باب خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دافغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په باب خبرې وشوې

ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، دروان کال وري مياشتې په ۲۳مه نېټه چې د يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ دوست هېواد ازبکستان ته په سفر تللي، ددغه هېواد د لومړي وزير له مرستيال او دماليې له وزير جمشيد قچقاروف، سره وکتل.

دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په پياوړتيا او پراختيا، د هغو هوکړه ليکونو په تعقيب او پلي کيدو چې د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني، په وروستيو سفرو کې له دغه هيواد سره لاسليک شو، د مزار ميمنې هرات ريل پلټۍ لپاره د ازبکستان هيواد د ۵۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې په اعلان، د شانګهاي همکاريو په سازمان کې د افغانستان غړيتوب څخه د ازبکستان د ملاتړ په جلبولو، د سرخان پلخمري ۱۰۰۰ ميګاواټه برېښنا په ليږد، د اوسپنو په فابريکو کې د ازبکستان په پانګونې، د ريل پلټۍ پروژې لپاره د لومړنيو موادو چمتو کولو په موخه د افغانستان په شګو او سمنټو، چين او نورو هيوادونو ته د قرمز له لارې د مالونو په ليږد، د نساجي شپږو فابريکو په پير، د کانونو، ګمرکاتو، بانکونو او د دواړو هيوادونو تر منځ د بانکونو فعاليت د پيل په برخه کې په همکاريو، د انټرنيټ بيې د کموالي په موخه ددغه هېواد له لارې د فايبر نوري په ليږد، ملي سوداګرو او مسافرينو ته د ويزو په ورکړه کې د اسانتياو په برابرولو، په ترمز کې د کارګو مرکزونو په جوړيدو او پرانيستې، افغان محصلينو ته د زده کړو په مرکزونو کې د لا زياتو اسانتياو په برابرولو، د دولتي عمده اقلامو په ځانګړې توګه د عراده جاتو په پير او يو شمېر نورو مسايلو بحث او خبرې وکړې .د دې ناستې په پاي کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړيکو په پياوړتيا او پراختيا همدا شان د دغو مواردو او هغه هوکړه ليکونه چې لاسليک شوي دي په پلي کيدو او عملي کولو ټينګار وکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha