صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | تېرکال په سمنګانو کې ٤٥ بنسټيزې پروژې عملي شوي دي

تېرکال په سمنګانو کې ٤٥ بنسټيزې پروژې عملي شوي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
تېرکال په سمنګانو کې ٤٥ بنسټيزې پروژې عملي شوي دي

د سمنګانو ولايت دکليود بيا جوړولو او پراختيارياست مسوولين وايي، تېرکال د دغه ولايت په کچه ٤٥ بنسټيزي پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

د سمنګانو ولايت دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا ريېس عبدالرب حکيمي د باخترآژانس خبريال ته وويل، په دغو پروژو کې په کليوالي سړکونو دکريړ اچول، دپلونو او پلګيو استنادي اومحافظتي ديوالونو، د اوبودبندونو، د اوبو رسولو د شبکو او د ښوونځيو د څو  ودانيو جوړو شامل دي چې د دغو پروژو له ښيګڼو څخه څه دپاسه يوديرش زره درې سوه کورنۍ ګټه اخلي.

سرچينه زياتوي چې د دغو پروژو لګښت د مرستندويو هېوادونو او موسسو او دغه راز د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا ورکړ شوى دى.

د سمنګانو ولايت اوسيدونکو د دغو پروژو دتطبيق له امله خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په بېلابېلوبرخو کې د خلکو د ستونزو په پرتله دغه پروژې کفايت نه کوي او اوس هم د پوهنې، روغتيا او د بيارغونې په برخو کې له ستونزو سره مخامخ  دي.

يوشمېرخلکو د دغې ادارې له مسوولينو څخه وغوښتل چې په لرو پرتو سيمو کې د ولسي  تړون پروګرام تطبيق کړي څو د دوى يو  لړ ستونزې لرې شي .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha