صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | جمهوررئیس غني په خوست ولایت کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل

جمهوررئیس غني په خوست ولایت کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني په خوست ولایت کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې مخکې د دغه ولايت له يو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د سوداګرۍ خونې له مسوولينو او غړو سره وکتل.

په پيل کې د سوداګرۍ خونو رئيس محمدنواب اميرزي د هېواد جمهوررئيس ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغه اقتصادي او پرمختيايي برنامې وستايلې او ور څخه يې مننه وکړه چې د افغانستان محتاجه جغرافيا يې په حاکمې جغرافيا بدله کړه او سوداګرو ته يې مالياتي جرايم معاف کړل.

همدارنګه سوداګرو د امنيت او لازمو اسانتياو په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د پرتو خنډونو د يادونو تر څنګ د غلام خان بندر خلاصولو، د خوست توليداتو ته د بازار موندلو او هوايي کوريډور جوړولو، د شرکتونو په ضمانتونو کې د تجديد نظراو د خوست په صنعتي پارک کې پانګوالو ته د ځمکو د وېش غوښتنه وکړه.

جمهوررئيس محمداشرف غني د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل، چې د خوست پيسې حلالې دي له حرامې لارې نه دي راغلي، ځکه سلګونه زره خوستيانو په هېواد کې دننه او له هېواده بهر زيات زحمتونه ګاللي او خپل عزت يې ساتلي دي.

جمهوررئيس غني وويل، افغانستان بايد په شپږو اقتصادي زونونو بدل شي چې يو په کې خوست دي او زه نه غواړم خوست يو محروم سرحدي ولايت پاتې شي، خوست بايد د سيمې په مهم ښار بدل شي او د ننګرهار، هرات، بغلان او نورو مهمو ښارونو سره متعادل حرکت ولري.

جمهوررئيس د جلغوزيو اقتصادي اهميت ته په اشارې وويل، که جلغوزيو ته پاملرنه وشي موږ يې صادرات تر شپږ سوه ميليونو ډالرو پورې لوړولي شو.

جمهوررئيس غني په ودانيزو چارو کې د خوست شرکتونه وستايل وې ويل، د ودانيزو شرکتونو اتحاديه دې خپلو طرحو سره راشي چې په کميت او کيفيت نتيجې ته ورسېږو او بيا ستر قراردادونه درکړو.

جمهوررئيس له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې تاسې تشبث وکړئ او فرصتونه او د ګټې لارې چارې وسنجوئ او بيا له حکومت وغواړئ چې د پانګونې شرايط درته برابر کړي. هغه صنعتکاران د کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټو په برخه کې پانګونې ته وهڅول.

جمهوررئيس غني صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش په اړه وويل، چې له مشخصو وړانديزونو سره راشئ، اوس د ځمکو اداره شته، ځمکه حکومت ستاسو په اختيار کې درکوي، چارې يې تاسې په غاړه واخلئ او خپلو کې يې وويشئ او کارونه مو يوازې تر ښاره مه محدودوئ او ولسواليو کې هم فعاليت وکړئ.

جمهوررئيس غني د خوست سوداګرو او صنعتکارانو ته د دغه ولايت د هوايي ډګر د پرانيستې مبارکي ورکړه او د ملي تدارکاتو ادارې رئيس الهام عمر هوتکي ته يې لارښوونه وکړه چې د خوست هوايي ډګر د نوي ترمنيل تدارکاتي چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha