صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | انجينر يوسف پښتون: د ساختماني برخې د تدارکاتو په بهيـرکې دې فسـاد له منـځه يـوړل شي

انجينر يوسف پښتون: د ساختماني برخې د تدارکاتو په بهيـرکې دې فسـاد له منـځه يـوړل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
انجينر يوسف پښتون: د ساختماني برخې د تدارکاتو په بهيـرکې دې فسـاد له منـځه يـوړل شي

په افغانستان کې د ساختماني سوداګرۍ د فرصتونو لسم کنفرانس په کابل کې جوړ شو. په دې کنفرانس کې په ساختماني برخه کې د ننګونو، فرصتونو او د اسانتياو د برابرولو په باب خبرې وشوې.

د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د ساختمان، کانونو، انرژۍ او اوبو په چارو کې د جمهور ريېس سترسلاکار انجينر يوسف پښتون په دې کنفرانس کې خبرې وکړې او ويې ويل؛ ساختماني برخه کولای شي د هېواد په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.

د ده دڅرګندونوله مخې؛ په هېواد کې د ساختماني چارو وده ، له بيوزلۍ سره د مبارزې ډيره مهمه لاره ده.

انجينر يوسف پښتون زياته کړه چې بايد ساختماني شرکتونو ته مناسبه زمينه برابره شي او هم  په دې برخه کې منظم نظام رامنځته شي چې هم حکومت او هم خصوصي برخه پکې ونډه ولري څو په هېواد کې ساختماني چارې په منظم ډول  ترسره شي.

د جمهور رئيس سلاکار زياته کړه چې د ساختماني برخې ډيره مهمه ننګونه د تدارکاتو په بهيرکې فساد دى.

ده ټينګار وکړ ترهغه وخته پورې چې دغه ستونزه حل نه شي، دغه برخه به  وده ونه کړي.

د ښار او کور جوړولو چارو وزارت معين انجينر شمس وويل چې جمهور رئيس د ساختماني چارو ودي ته زياته پاملرنه کوي او د اقتصاد په عالي شورا کې يې تل دساختماني برخې په ودې باندې ټينګار کړى دى.

د ده دڅرګندونوله مخې؛ د جمهور رئيس له لارښوونې سره سم  ټولې ساختماني پروژې د ښار او کور جوړولو وزارت ته سپارل شوي
 دي
.

ده ټينګار وکړ چې په ساختماني برخه کې د ښار او د کور جوړولو وزارت رول جوت دى او دغه وزارت هڅه کوي چې په دې برخه کې شفافيت رامنځته کړي .

د ښار او کور جوړولو وزارت معين ټينګار وکړ چې بايد په ساختماني برخه کې ظرفيتونه لوړ شي  .

ده څرګنده کړه دغه وزارت هڅه او هاند کوي چې په هېواد کې  دکور ستونزه  حل کړي.

انجينر شمس وويل چې په دې لاره کې د خصوصي برخې پانګونه  کولاى شي مرسته وکړي.

په همدې حال کې د پايتخت زون د خپلواکې ادارې سرپرست انجينرفرهاد جلالزي هم په لنډو خبرو کې وويل چې ناامني په ساختماني برخه کې ډيره ستره ننګونه
ده
  .

ده د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلله  او زياته يې کړه چې دغه اداره  چمتو ده څو په ساختماني برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

د ساختماني شرکتونو د اتحاديې د مديره هيئت رئيس مودود پوپل  په افغانستان کې د ساختماني سوداګرۍ د فرصتونوپه لسم  کنفرانس کې خبرې وکړې او ويې ويل چې په تېرو شپږو کلونو کې حکومت د٢٥٠٠  ساختماني شرکتونو ٢٢٠ ميليونه ډالره نه دي ورکړي  .

ده له حکومت  څخه وغوښتل چې دغه ستونزه دې حل کړي.

د ده د څرګندونوله مخې؛ د ساختماني شرکتونو د پيسو نه ورکړه د دې سبب شوې ده چې د دغو شرکتونو سل زره تنه کارګران معاش ترلاسه نکړي.

مودود پوپل زياته کړه چې حکومت ١٣٠ ساختماني شرکتونه د ملي  تدارکاتو په بهيرکې له ګډون څخه بې برخې کړي دي.

ده له حکومت څخه وغوښتل چې د ساختماني شرکتونو چلنجونه وڅېړي او هم دې د ساختماني شرکتونو د ماليې  ستونزې حل کړي.

ده له بهرنيو ملاتړو څخه هم وغوښتل چې په  افغانستان کې دې خپلې ساختماني پروژې زياتې کړي.

په همدې حال کې د ساختماني شرکتونو د اتحاديي اجرايېه ريېس دانش کمال د ساختماني برخې ستونزو ته په اشارې سره وويل چې له هغه وخته پورې چې په دې برخه کې اسانتياوې برابرې نه شي په هېواد کې  به ساختماني برخه د يادونې وړ برخه ونلري .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha