صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د جمهوررئیس غني په حضور کې له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قراردادلاسلیک شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قراردادلاسلیک شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهوررئیس غني په حضور کې له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قراردادلاسلیک شو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په حضور کې د بيات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسليک شو.

په دغو مرامسو کې  چې پرون ماښام د جمهوري رياست په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شول، د افغانستان برېښنا شرکت لوي رئيس امان الله غالب او د بيات پاور شرکت رئيس احسان الله بيات، ياد قرارداد لاسليک کړ.

د ويلو ده چې ياده پروژه د جوزجان ولايت په يتيمطاق ولسوالۍ کې د ۳۹ ميليون ډالرو په پانګونې جوړيږي او د ۴۰ ميګا واټه برېښنا توليد ظرفيت ولري. دغه راز به ياده پروژه سلګونو تنو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي او په منځني  ډول به ۳۰ زره کورنۍ او ۱۰۰ منځنۍ او کوچنۍ توليدي فابريکې ورڅخه برخمنې شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha