صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | له څلورو کلونو وروسته غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

له څلورو کلونو وروسته غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له څلورو کلونو وروسته غلام خان بندر بیا پرانیستل شو

د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان او خوست ولايت ترمنځ غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول سوداګرۍ لپاره په ازمايښتي ډول بيا پرانيستل شو.

د جمعې په ورځ د دې لارې په پرانيستلو سره درې لارۍ افغانستان ته لاړې.

د لارې پرانيستلو پر مهال د سيمې ځايي سياسي مشر(پولټيکل ايجنټ) او نور چارواکي هم و. له تورخم او چمن وروسته غلام خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ دريمه لويه لار ده او د سوداګرۍ ډېره ګټه يې د پښتونخوا د سوېلي سيمو خلکو ته رسېږي.

د قبايلي سيمو د مرستيالۍ وياند عبدالسلام وزير وويل، چې دا لار په ازمايښتي ډول پرانيستل شوې ده.

د هغه په خبرو دواړه لوري په دې سلا شوي چې په اونۍ کې څلور ورځې له پاکستان او دوه ورځې له افغانستان موټر تګ راتګ وکړي.

نوموړي دا هم وايي، چې په غلام خان بندر کې اوس د تورخم او چمن په څېر ټولې ادارې چالو دي او د يوه قانون له مخې موټر تګ راتګ کوي.

عبدالسلام وزير زياتوي چې ډېر ژر به دا بندر د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شي. "له ضرب عضب عملياتو وروسته سيمه کې امنيت ټينګ شوي، خو د ګاډو د تګ راتګ د بشپړ خونديتوب لپاره امنيتي ځواکونه او ځايي ملېشې کار کوي".

غلام خان بندر ته د افغان ګمرکي چارواکو لېږل:

د افغانستان د ماليې وزارت د ګمرکونو رييس رشاد پوپل بي بي سي ته وويل، د غلام خان بندر ډېر وخت بند و، ځکه افغان ګمرکي چارواکي هلته نه و. اوس موږ هلته کسان استوو او په ورته مهال هڅه کوو چې څه توکي د ګمرک لپاره ضروري دي هغه هم پر ځاي کړو، ترڅو ګمرکي پروسه هلته پيل شي".

د افغانستان د سوداګرۍ خونه په دې باور ده چې د غلام خان بندر بيا پرانسته، دوه اړخيزه سوداګري پراخوي او د ترانزيت له پلوه اسانتياوې راولي.د دغې خونې مرستيال خان جان الکوزي وايي؛ هيله من دي چې پاکستان تر دې وروسته له دغه بندر نه چې دواړو هېوادونو ته پراخې اقتصادي ګټې لري، د سياسي وسيلې په توګه کار وانخلي. "د غلام خان بندر ډېر مهم بندر دي، سوېلي ولايتونو په تېره کابل ته ډېر اهميت لري، څومره چې بندرونه ډېرېږي، هغومره په اقتصاد ښه اغېز لري".

دواړو غاړو ته د لارې پرانيستلو هرکلي: په وزيرستان او پښتونخوا کې د سوېلي ولسواليو سوداګر لارې پرانيستلو ته خوشال دي او ايي، ور سره به د سيمې اقتصاد وغوړېږي.

د شمالي وزيرستان يو سياسي مشر غلام خان ته وويل، چې د دواړو لورو هيله دا وه چې دا پوله پرانيستل شي.

د هغه په خبره، د دې لارې په پرانيستلو سره به په شمالي وزيرستان او خوست کې د سوداګرۍ په زياتېدلو سره دواړو لورو ته ګټه ورسېږي.

"د دې لارې د بنديدو له امله وزيرستان ته په لسګونو ميليونو روپيو تاوان رسېدلي دي. لکه سبزي، خوراکي توکو، بوره غوړي، سيمټ او نور چې څه افغانستان ته وړل کېدل، نور ډېر کاروبار ور سره روان و".

د نوموړي په خبرو د دې لارې په پرانيستل کېدو سره ځايي خلکو او دا ډول سيمه کې د دوکانونو او مارکېټونو کرايې ته ښه لار برابرېږي.

د خوست يو سوداګر حاجي دين ولي وايي؛ له دغې لارې د سوداګرۍ بيا پيلېدل د دغه ولايت د خلکو پر ژوند ښه اغېز لري."پخوا زموږ په خوست کې په يو سل شل افغانۍ سيمټ بورۍ وه، خو دا چې لار بنده وه، درې نيم سوو ته يې بيه لوړه شوې، خوست ته له نورو لارو له پاکستان تر يو نيم لک افغانو موټر کرايه کېږي، خو له دې لارې په پنځلس زره افغانۍ موټر راتلي شي.

د نوموړي په خبره، خوست کې د څلور دېرشو ولايتونو خلک کار کوي، هغو ته هم کاروبار برابرېږي".

نوموړي هيله من دي چې دا لار پاکستان د تل لپاره پرانيځي او د افغان توکو په مخ دا لار تل پرانيستې وي.

د سوداګرۍ کمېدل:

پاکستان له افغانستان سره وخت ناوخت د سياسي ستونزو له امله د چمن او تورخم لار تړي يا هغو افغان لاريو ته اجازه نه ور کوي، چې هېواد ته يې ور واوړي.دا بنديزونه ډېر ځلې په داسې مهال پيلېږي چې افغان لارۍ له توکو په تېره تازه سبو او مېوو ډکې پر پوله ولاړې وي او همدې چارې خپلمنځي سوداګري کمه کړې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، تېرو دوو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۲،۷ ميليارد ډالرو څخه ۱،۲ ميليارد ډالرو ته لوېدلې ده. د سرچينې په خبره، پاکستاني محصولات لکه اوړه، غوښه، اغوستوکي (ملبوسات) او نور ورځ تربلې خپل ځاي هندي او چينايي هغو ته پرېږدي. د پاکستان سوداګرۍ خونې ويلي، له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو د خرابېدو له امله تر بل هر ځاي ډېر اقتصادي زيان پښتونخوا ليدلي دي.

د سرچينې په خبره، په دغه ايالت کې د اوړو د ۲۰۰ کارخونو له ډلې څه باندې ۱۰۰ ډوپه (ديوالي) شوې چې لامل يې افغانستان ته نه صادرات دي.

غلام خان لار:

په غلام خان لار د پښتونخوا له بنو ولسوالۍ تر خوست ولايت پورې يو موټر يو نيم ساعت کې رسېدلي شي.

دا لار د امريکا په مرسته جوړه شوې، له هغه مخکې له بنو تر خوست پورې يو ګاډي له پنځو تر شپږو ګړيو رسېده.

تېرو څلورو کلونو کې درې ځلې د دې لارې د پرانيستلو پرېکړه په وروستي پړاو کې وځنډول شوه.

دا لار پر ۲۰۱۴ کال په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له امله بنده شوې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha