صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | دمخابراتو وزير: د پستي خدمتونو بهير ګړندى کيږي

دمخابراتو وزير: د پستي خدمتونو بهير ګړندى کيږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دمخابراتو وزير:  د پستي خدمتونو بهير ګړندى کيږي

د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجۍ او د ترانسپورت د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو. د دغه تفاهم ليک له مخې په هېواد کې دپستي خدمتونو بهير ګړندى کيږي.

دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې؛ دمخابراتو او دمعلوماتي ټکنالوجۍ وزير شهزاد آريوبي د دغه تفاهم د لاسليک کولو په وخت  کې وويل چې، د دغه تفاهم ليک له مخې د ترانسپورت وزارت  ترانسپورتي شرکتونه دغه وزارت ته معرفي کوي څو پستونه له مرکز څخه ولايتونو او له ولايتونون څخه مرکز ته وليږدوي. د ده دڅرګندونو له مخې؛ په دغه پروسه کې يوشمير خلکو ته دکار زمينه برابريږي او د دغه وزارت عوايد زياتيږي.

دترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي وويل چې د پستي خدمتونو دليږدونې په برخه کې فعاليتونه دخلکو اړتياوو ته ځواب نه ورکوي  او په همدې خاطر دغه موافقه لاسليک شوه

 . د ده دڅرګندونوله مخې؛ د دغه تفاهم ليک له مخې دترانسپورت وزارت دترانسپورت معياري شرکتونه دمخابراتو او د معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت ته معرفي  کوي چې دپستي خدمتونوپه برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي او دغه راز  پستي بستې  په ټاکلي وخت  اوپه خوندي ډول دخلکو په واک ورکړ شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha