صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د کجکي برېښنا بند دویم فاز د تولید او خریدارۍ او د زمینداور کانال او موسی قلعه بند د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول

د کجکي برېښنا بند دویم فاز د تولید او خریدارۍ او د زمینداور کانال او موسی قلعه بند د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کجکي برېښنا بند دویم فاز د تولید او خریدارۍ او د زمینداور کانال او موسی قلعه بند د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په حضور کې د کجکي برېښنا بند دويم فاز د ۱۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد پروژې اجرائيوي قرارداد او دغه راز د زمينداور کانال او موسي قلعه بند د جوړولو قراردادونه د اقتصاد عالي شورا غونډې په پاي کې لاسليک شول.

د دې قراردادونو د لاسليکولو پر مهال اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدلله هم حضور درلود، په پيل کې د کجکي برېښنا بند دويم فاز د ۱۰۰ ميګاواټه توليدي پروژې اجرائيوي  قرارداد د انرژۍ او اوبو وزارت معين محمدګل خُلمي او د ۷۷ ساختماني شرکت رئيس سليمان سيليف لاسليک کړ.

وروسته د يادې پروژې د برېښنا خريدارۍ قرارداد د افغانستان برېښنا شرکت رئيس انجينر امان الله غالب او د ۷۷ ساختماني شرکت رئيس سليمان سيليف لاسليک کړ.

۷۷ ساختماني شرکت پر دې پروژه ۱۷۵ ميليون ډالره پانګونه کوي او ياده پروژه به د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په عصري ډول جوړه، ګټې اخيستنې ته چمتو او لېږد يې د ۲۰ کلونو لپاره تطبيقيږي.

ياده پروژه د مالياتو له لارې د دولت پايداره عايداتي منبع ده چې د افغانستان دولت به د ماليې له درکه ۹۳ ميليون ډالره عوايد لاسته راوړي او له اقتصادي پلوه به زياتې ښېګڼې او فرصتونه لکه کاري او شغلي فرصتونه، ولس او متشبثينو ته د انرژۍ پايداره منبع، د دولت د بودجې د کسر کموالي، د تشبثاتو او کورنيو توليداتو وده، وارداتي انرژۍ لپاره پايداره بديل او د انرژۍ په برخه کې  به د خصوصي سکتور د پانګونې د ودې لامل شي.

وروسته د زمينداور کانال او موسي قلعه بند د جوړولو قرارداد د کرنې او اوبولګولو وزير نصيراحمد دراني او د ۷۷ ساختماني شرکت رئيس سليمان سيليف ترمنځ لاسليک کړ.

د زمينداور کانال او موسي قلعه بند په جوړولو سره به د سيمې اوسېدونکو ته زياتې اسانتياوې لکه د اوبو له پلوه پر وخت د خلکو د اړتياوو پوره کول، دسېلابونو مخنيوي، د برېښنا توليد، د زياتې ځمکې کرنيزه کېدل، د څښاک پاکې اوبه، د خلکو د ژوند ښه والي، د چاپيريال مثبتې پايلې، په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کارموندنې منبع، اعتماد جوړول او دکليو پر مرکز د فشار کموالي مساعدوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha