صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د کار او زده‌کړې ملي کمپاين پرانستل شو

د کار او زده‌کړې ملي کمپاين پرانستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کار او زده‌کړې ملي کمپاين پرانستل شو

دکار ا و زده کړې ملي کمپاين پرون دکار او ټولنيزو چارو وزارت د پلان فيوچر د خدماتي بنسټ او د نورو بنسټونو په همکارۍ په کابل ستار هوټل کې پرانستل شو.

په دې کمپاين کې ٥٧ شرکتونه او تحصيلي بنسټونه په تخفيف سره دکار موندنې زمينې  او تحصيلي فرصتونه برابروي چې د دريو ورځو لپاره به دمينه والو پرمخ پرانستى وي.

دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې؛ ددغه کمپاين دپرانستلو په مراسمو کې دکار او ټولنيزو چارو وزارت معين لعل الدين آريوبي وويل چې دغه  کمپاين کولاى شي ځوانانو ته دکار زمينې برابرې کړي او په ټولنه کې د وزګارتيا دکمښت سبب شي .

د ده دڅرګندونوله مخې؛ مينه وال کولاى شي چې له شرکتونو سره له نږدې خبرې وکړې او دکارموندنې په مقصد خپله «سي وي»  هغوى ته ورکړي او دغه راز له تحصيلي بنسټونوسره د زده کړې د دوام په باب خبرې وکړي.

د سوداګرۍ اوصنايعو دخونو مرستيال خانجان الکوزي په خپلو خبرو کې وويل؛ دځوانانو، خصوصي برخې او دولت ترمنځ داړيکو رامنځته کول مهم دي. هغه وويل ترهغه وخته پورې چې خلکو ته د کارزمينه برابره نه شي په هېواد کې به توليدات زياتوالى و نه مومي. ده د کارموندنې په برخه کې دخصوصي سکتور رول ارزښتناک وباله او زياته يې کړه چې له باسواده ټولنې پرته پرمختګ او ودې ته لاسرسى سخت کار دى.

خانجان الکوزي زياته کړه چې بايد تحصيلي بنسټونه دبازار داړتيا له مخې ماهران وروزي څو دبازار اړتيا لرې
 شي
.دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو مرستيال دغه راز وويل چې حکومت خصوصي برخې ته دومره پاملرنه نه ده کړې بايد د هغوى په وړاندې  پرتې ستونزې لرې شي.

دده دڅرگندونوله مخې؛ ترهغه وخته پورې چې دحکومت له خوا دخصوصي برخې د ودې زمينه برابره نه شي، خصوصي برخه به وده ونه کړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha