صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | تر راتلونکو شپږو ورځو په هرات کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلېږي

تر راتلونکو شپږو ورځو په هرات کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
تر راتلونکو شپږو ورځو په هرات کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلېږي

ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو ورځو پورې د افغانستان د ټاپي پروژې کار له هرات ولايت نه پيل شي.

د يوې اوونۍ څخه په کمه موده کې په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پيلېدو د افغان لورې ډېرې هيلې او خوشبينۍ راټوکولي دي.

د هرات د والي وياند محمد جيلاني فرهاد وايي چې د روانې اوونۍ ترپايه پورې به هرات ولايت د دغه پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د ټاپي پروژې د غړيو هېوادونو کوربه وي.

ښاغلي جيلاني وايي، د دغې پروژې اقتصادي ګټې ټولو غړو هېوادونو ته ډېرې دي او د افغانستان هيله دا ده چې دغه هېوادونه د يادې پروژې د عملي کېدو په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي زياته کړه: "د همدې اوونۍ په پاي کې به موږ په هرات کې ولايت کې د ټاپي پروژې د چارو د پيل شاهدان و، په تدارکاتي، امنيتي او تشريفاتي برخو کې تيارۍ نيول شوي او د څلور واړو هېوادونو افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د لوړرتبه چارواکو په ګډون سره به د ښو مراسمو کوربانه يو."

د ټاپي د ګازو د لېږد دا پروژه شا و خوا دوه کاله مخکې د ۲۰۱۵ مېلادي کال په ډسمبر مياشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له ‌خوا پرانيستل شوه.

د ټاپي د ګازو نل ‌ليکه ۱۸۱۴کېلو متره اوږدوالي لري چې ۷۳۵ کېلو متره‌ يې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايت له ځينو سيمو نه تېرېږي.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه ده چې له مخې يې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته لېږدول کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دغه هېواد د دې ترڅنګ چې له دغې نل ليکې په کافي اندازه ګاز پېري، پاکستان او هند ته د ګازو د ترانزيټ له درکه هر کال شااو خوا ۵۰۰ ميليونه ډالر هم ترلاسه کوي.

د دې وزارت مرستيالې
عادلې راز له دې وړاندې ويلي چې د سعودي عربستان په ګډون زياتره هېوادونه په دغه پروژې کې پانګونې ته لېواله دي چې دغه چاره به افغانستان ته ډېره اقتصادي ګټه ورسوي.

يو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې د ټاپي پروژې عملي کېدل به د نورو ګڼو پرژو ترڅنګ افغانستان په يو اقتصادي او سوداګريز دهلېز بدل کړي.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان- الکوزي وايي، د هېواد سوداګر چمتو دي چې د دې پروژې په بېلا بېلو برخو کې ميليارډونه ډالر پانګونه وکړي، د ده په خبره دا پروژه خصوصي سکټور ته حياتي ارزښت لري.

نوموړي زياته کړه: "ټاپي پروژه به يو ډېر مهم او بنسټيز ظرفيت رامنځته کړي، د دې پروژې ټولې برخې پانګونې ته اړتيا لري او خصوصي سکټور اماده دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او له دولت سره په ګډه کارونه مخته يوسي."

ښاغلي الکوزي وايي، د دې پروژې د ساختماني چارو ترسره کول، د برېښنا توليد، د سټيشنونو جوړول او ظرفيت جوړونه هغه څه دي چې خصوصي سکټور به پرې ميليونونه ډالر پانګونه کوي.

د ده په خبره د دې پروژې په عملي کېدو سره به د اوسپنې پټلۍ، نوري فائبر او برېښنا هم له منځني ختيځ نه جنوبي اسيا او د افغانستان له لارې به نورو هېوادونو ته وغخځول شي، خو دي ټينګار کوي چې د دې پروژې امنيت ته بايد ډېره پاملرنه وشي.

نوموړي وايي، د دې پروژې د عملي چارو له پېلېدو سره به له يوه اړخه ميليونو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بله پلوه به د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لامل هم وګرځي.

واصل وصال

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha