صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | دملي تدارکاتو کمیسیون د ۲۲.۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت۱۰ قراردادونه منظور کړل

دملي تدارکاتو کمیسیون د ۲۲.۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت۱۰ قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دملي تدارکاتو کمیسیون د ۲۲.۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت۱۰ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسيون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

   دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ؛ په دې غونډه کې له 22.1 ميلياردو څخه د زياتو افغانيو په ارزښت د۱۰ نويو پروژو د قرارداد ورکړې غوښتنه له ارزونې وروسته منظور شوه چې په لاندې ډول دي:

د جمهوري رياست د عامه ساتنې عمومي رياست لپاره د ۱۰ قلمه روغنياتو د تهيې او تدارک قرارداد؛

د کابل ښاروالۍ د ساتنې اوڅارنې او کار رياست اړوند د ګول سيخ د تهيې او تدارک قرارداد؛

د عامې روغتيا وزارت اړوند د کتلوي معافيت د معلوماتو پر سم انتقال تمرکز د مشورې ورکولو، د بين الفردي اړيکو او د سلوک د تغير مهارتونو د ترلاسه کولو په اړه د ښوونځيو د ښوونکو او روغتيايي کارکوونکو د روزنې پروژې قرارداد؛

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې لپاره د انټرنټ بندويت خدماتو وړاندې کولو قرارداد؛

د جمهوري رياست د چارو ادارې عمومي رياست د اړتيا وړ دوه قلمه تېلو د تدارک قرارداد.

سربېره پر دې د ۳۲ قلمه اعاشوي موادو (وچه ډوډۍ، غوښه، تازه مېوه، ترکاري باب او لبنيات) د قراردادونو د ورکړې غوښتنه د ملي دفاع وزارت د موسسو، قطعاتو او جزوتامونو لپاره له چوکاټي قراردادونو څخه په استفادې هم کميسيون تائيد کړه او مسوولينو ته يې يادونه وکړه چې د دې قراردادونو ګټور تطبيق کې شفافيت او په دې برخه کې موجود لازم معيارونه  عملي کړي.

په همدې حال کې د جمهوري رياست د چارو ادارې عمومي رياست اړوندو رياستونو د اړتيا وړ ۱۵ قلمه اعاشوي موادو (غوښه) قراردادونو د ورکړې منظوري غوښتنه د معيارونو د بشپړولو په موخه ور وګرځول شوه.

د ملي تدارکاتو کميسيون غړو د تالقان ښار داخلي سرکونو د جوړولو قرارداد ورکړې منظوري غوښتنې په اړه چې فوايد عامې وزارت غونډې ته وړاندې کړه، خپل نظريات ورکړل او په پايله کې کميسيون دا پروژه تائيد نه کړه او څرګنده يې کړه، چې د مقيدې داوطلبۍ روش څخه په استفاده دې د دغې پروژې د داوطلبۍ پروسه بيا له سره وشي.

سربېره پر دې د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند شورابک د ابي برېښنا د توليد دستګاه پروژه کې د ترکيې هېواد فيکاي قراردادي کمپنۍ ته د اضافه کارۍ د ورکړې څرنګوالي وړانديز غوښتنه او همدارنګه د قلعه موسي بند پروژې تفصيلي ډيزاين پروژې قرارداد د ورکړې منظوري غوښتنه ، د کرنې وزارت اړوند د هلمند ولايت  دطبيعي شيلو لپاره ساختمانونه او زمينداور کانال، ملي تدارکاتو کميسيون تائيد کړل.

په دې غونډه کې چې د ملي تدارکاتود کميسيون د رئيس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې کميسيونونو په ګډون ، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کميسيون، سيګار، د غوڅ ملاتړ سيستکا، د فساد ضد مبارزې شبکې او د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha