صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | رولا غني: حکومت دښځو اقتصادي مشارکت هڅوي

رولا غني: حکومت دښځو اقتصادي مشارکت هڅوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
رولا غني:  حکومت دښځو اقتصادي مشارکت هڅوي

دکرکيلې په برخه کې دښځو دځواکمن کولو دويم ملي کنفرانس په کابل کې جوړ شو . ددغه کنفرانس موخه په کليو او بانډو کې دکرکيلې دښه والي او دکليو دپراختيا، خوراکي مصوونيت او دبيوزلۍ اولوږې دکمښت په لاره کې ښځو ته دونډې ورکول دي .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دکنفرانس په پيل کې دهېواد لومړى ميرمنې رولا غني خبرې وکړې او ويې ويل چې په کرکيله  کې دښځو مشارکت نه يواځې دهېواد داقتصادي ودې سبب کيږي بلکې دکورنيو په اقتصاد هم مثبته اغيزه کوي .

ده ښځې د ټولنې ستنې وبللې او زياته يې کړه چې په کرکيله کې دښځو له ونډې اخستنې پرته به هېواد اقتصادي وده ونه لري .

رولا غني دښځو په وړاندې ځينو ناخوالو ته په اشارې سره وويل چې قانون دښځو حق تضمين کړى دى خو نه تطبيقيږي .

دې ټينګار وکړ چې حکومت دښځو اقتصادي مشارکت هڅوي .

دکرنې او اوبو لګولو وزير نصير احمد دراني وويل، ښځو ثابته کړې ده چې دفرصتونو په برابرولو سره په هېواد کې داقتصادي ودې سبب شوې دي. ده زياته کړه چې دکرنې او ابو لګولو وزارت دهېواد په بيلابيلو ولايتونوکې دشاتو دمچيو دروزنې، دشنو خونو او دبڼونو دجوړولو په برخه کې ښځو ته خدمتونه برابر کړي دي .

   دکرنې او اوبو لګولو وزير ټينګار وکړ هلې ځلې کيږي چې په هېواد کې دکرکيلې په برخه کې دښځو ونډه په سلو کې  پنځوس شي .

دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په کرکيله  کې دښځو له ونډې پرته دايمي وده ناشونې ده .

دې په بازار دښځو نه لاس رسۍ، دښځو دکرنيزو توليداتو دلارې پرسر يوستر خنډ وباله او ويې ويل چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دې بايد په دې لاره کې د چلنجونو او خنډونو دلرې کولو لپاره له ښځو سره همکاري وکړي

ښځو ته دروزنيزو دورو ترسره کول دسلامشورو دمرکزونو او دکرنيزو بيمو رامنځته کول دکرنې او اوبو لګولو وزارت ته دښځو دچارو وزيرې وړانديزونه  و. په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دخوړولو کرنې دسازمان رييس توميو شچري ددغه شان کنفرانسونوجوړول دښځو دهڅونې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چې بايد ښځو ته مناسب فرصتونه برابر شي  چې دهېواد په اقتصاد کې دهغوى مشارکت جوت شي .

ده په کرکيله کې دښځو وڼده اخستنه ارزښتناکه وبلله په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دخوړو او کرنې دسازمان رييس په کرکيله کې دښځو دونډې د پياوړتيا او همکارى په لاره  کې ددغه سازمان ژمنه اعلام کړه .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha