صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د چابهار د الحاقیه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي

د چابهار د الحاقیه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د چابهار د الحاقیه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي

د چابهار د الحاقيه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، ډېر ژر به د چابهار د الحاقيه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ د درې اړخيزې شورا ناستې او بحثونه پيل شي.

د ترانسپورټ وزارت وايي، د هند، افغانستان او ايران پارلمانونو د چابهار الحاقيه بندر توافقنامې تصويب کړې او ډېر ژر به د درې واړو هېوادونو د مرستيالانو په کچه بحثونه پيل شي. د دغه وزارت مرستيالې فوزيې احساني د جمعې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د چابهار بندر د توافقنامې چارې ښې پرمخ روانې دي.

نوموړې زياته کړه: "ډېر ژر به د درې هېوادونو افغانستان، هند او ايران د مرستيالانو په کچه د چابهار بندر د توافقنامې په اړه د همغږۍ شورا جوړه شي، هيله لرو چې وتوانېږو، تر هغې چې له پاکستان سره د حمل او نقل په برخه کې پرتې ستونزې حل شي د ترانزيټ يوه ښه بديله لاره شي او موږ و کولاي شو چې د چابهار بند له توافقنامې ښه استفاده وکړي."

خو د ترانسپورټ وزارت مرستالې د ناستې د دقيقې نېټې په اړه جزئيات ورنه کړل. نوموړې همدارنګه زياته کړه په نېږدې راتلونکې کې به د ايران او افغانستان د ترانسپورټ وزارتونو د مرستيالانو ترمنځ د حل او نقل کمېتې شپږمه ناسته په ځانګړې توګه د حمل او نقل پورې اړوندو مسائلو په اړه جوړه شي. د ترانسپورټ وزارت مرستيالې همدا راز وويل دغه وزارت له ماليې وزارت سره په ګډه همکاري په زرنج کې د خشکه بندر د جوړولو چارې چې د حمل او نقل په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره مثبت ګام دي کار کوي. فوزيې احساني دغه څرګندونې په کابل کې د «لېږد، راليږ او سفر» تر عنوان لاندې ترانزيټي نندارتون کې چې د سوداګرۍ او صنايعو، ترانسپورټ وزارتونو او د خصوصي سکټور او په کابل کې د ايران او ترکيې سفاراتونو استازو په کې ګډون کړي و وکړې. تېر کال د افغانستان، ايران او هند ترمنځ د چابهار بندر په اړه توافقنامې لاسليک شوې افغان حکومت له دغه بندر څخه استفاده د درې واړه هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې اتصال نقطې په توګه يو ښه فرصت وګاڼه.

په افغانستان کې د ايران سر قنسل سيد قاسم ذاکري په هوايي او ځمکني نندارتون کې چې په کابل کې جوړ شوي و وويل چې د چابهار بندر د افغانستان، ايران او هند ترمنځ يوه مهمه ترانزيټي پروژه ده.نوموړي په دغه برخه کې افغان سوداګرو ته د اسانتياو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ:"تراوسه د چابهار په بندر کې ۱۶۵ افغاني او ۳۵۲ د سيمې شرکتونو ځانونه ثبت کړي او په فعاليت باندې بوخت دي، همدا راز تراوسه۵۰ هکتاره ځمکه افغان سوداګرو ته د پنځو کلونو لپاره په واک کې ورکړل شوې ده."

د جدې په مياشت کې له دې لارې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم هېواد ته راورسېدل.

افغان حکومت د سوداګرۍ او حمل نقل په برخه کې د چابهار بندر لاره ښه بديل بولي او وايي چې دغه لاره لنډه او ارزنه ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha