صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسيون غونډې په ارګ کې له ۳۳۳ ميليون څخه د زياتو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل.

- د جمهوري رياست د ساتنې عمومي رياست لپاره د څارويو د غوښې د درې مورده تهيې او تدارک قرارداد.

- د کليو او پراختيا وزارت اړوند د کليوالي صنايعو د انکشاف ملي پروګرام لپاره له لازمه موادو سره د غاليو اوبدلو ۵۰۰۰ دستګاو قرارداد تدارک.  - د ماليې وزارت اړوند د ګمرکونو عمومي رياست  ته د اړتيا وړ  ۶ سکنرونو د تهيې او تدارک قرارداد.

 

- د افغانستان د اوبو رسونې او ښاري کاناليزاسيون عمومي رياست اړوند د ۶ ګونو زونونو لپاره د اوبو د ۲۶۰۰۰ مېټرونو د تهيې او تدارک قرارداد.

- او د ملي دفاع وزارت د مخابرې رياست د ستراتيژيکو اړيکو شبکې مرکزونو د نوري فايبر د مرکزي او ساحوي ۱۷ کيبل  سايټونو غځولو پروژې قرارداد.

سربېره پردې د ملي دفاع وزارت اړوند د نوي کمپيوټري سيستم د درې قلمه تجهيزاتو د قرارداد د فسخې غوښتنه هم تائيد شوه.

غونډې  د ګمرکونو عمومي رياست د اړتيا وړ شپږوسکنرونو د تهيې او تدارک پروژې پر منظورۍ د بحث پرمهال ټينګار وکړ، چې ګټونکي شرکت بايد د دغو سکنرونو د ترميم، ساتنې او مراقبت ظرفيت ولري او د ماليې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د سکنرونو د تخنيکي ساتنې او مراقبت جامع طرحه جوړه او د جمهوري رياست عالي مقام ته وړاندې کړي.

ملي تدارکاتو کمېسيون د شپږګونو زونونو لپاره د اوبو د ۲۶۰۰۰ مېټرونو پروژې د تهيه او تدارک په برخه کې څرګنده کړه، چې ګټونکي شرکت بايد د خپلې مالياتي تصفيې اسناد وړاندې
 کړي.

کمېسيون د ملي دفاع وزارت اړوند د  نوري فايبر کيبل د ۱۷ سايټونو پروژې پر تمديد د بحث پر مهال ټينګار وکړ، چې  د افغان ټېلي کام شرکت ستونزې او نيمګړټياوې دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره شريکې او د خدمتونو د ښه والي  لپاره دې جامع طرحه وړاندې شي.

په دې غونډه کې د جمهوررئيس دويم مرستيال استاد محمد سرور دانش، اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ماليې، اقتصاد، عدليې وزيرانو، د زيربنا په چارو کې د جمهوررئيس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو، د ملي شورا د مالي او بودجې کمېسيونونو، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون، د سيګار، د غوڅ ملاتړ سيسيتکا، د فساد پر ضد مبارزې شبکې او دافغانستان د روڼتيا څار بنسټ څارونکو حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha