صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره چمتووالی روان دی

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره چمتووالی روان دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره چمتووالی روان دی

افغان حکومت وايي، د ټاپي پروژې د عملي پرانيستې لپاره يو شمېر تدابير نيول شوي چې ډېر ژر به‌يې د افغانستان په خاوره کې عملي کارونه پيل شي. جمهوري رياست وايي، افغان حکومت د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره بشپړ چمتووالي لري.

د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه‌حسين مرتضوي ازادي راډيو ته ويلي چې افغان حکومت په دې اړه د امنيتي او فرهنګي بنسټونو، ښار جوړونې او فوايد عامې وزارتونو او د يو شمېر نورو ادارو د استازو يو ګډ کمېسيون ته دنده سپارلې چې د دغې پروژې د عملي کار پرانيست غونډې ته چمتووالي ونيسي.

نوموړي زياته کړه:

"د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پرانيستې لپاره يوه کمېټه چمتووالي نيسي، په دې پرورګرام کې د تياريو لپاره کار کېږي، همدا شان د مېلمنو د رابللو امنيت، فرهنګي چارو او اطلاع ورکونې بېلابېلې کمېټې جوړې شوي، ان‌شاءالله ډېر ژر به د افغانستان په داخل کې عملي شي او زموږ ټولې هڅې دا دي چې پرانيستې ته‌يې يو ښه پروګرام ولرو."

ښاغلي مرتضوي په افغانستان کې د يادې پروژې د عملي کار د پيل دقيقه نېټه ونه‌ښوده، خو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې د روانې مياشتې په وروستيو کې به په هرات ولايت کې په دغې پروژه کې د برخه لرونکو هېوادونو د استازو په ګډون ستر مراسم جوړ شي چې ورسره به د يادې پروژې عملي کارونه هم پيل شي.

له دې وړاندې د روان لمريز کال د جدي په شپږمه نېټه د ټاپي پروژې اجرائيه رئيس
محمد ميرات امانوف په کابل کې يوې خبري غونډې ته ويلي وو چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو مياشتو کې د دغې پروژې د ګازو د نل‌ليکې د غځولو کار په افغانستان کې پيل شي.

ښاغلي امانوف دا هم ويلي وو چې د يادې پروژې کار په ترکمنستان کې بشپړ شوي او نل‌ليکه د افغانستان تر هرات ولايت پورې رارسېدلې ده.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه ده چې له مخې يې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته لېږدول کېږي.

خو دا په ټوله کې د انرژۍ د لېږد پروژه ده.

دغه نل‌ليکه ۱۸۱۴ کېلو متره اوږدوالي لري چې ۷۳۵ کېلو متره‌يې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نيمرزو، هلمند او کندهار ولايت له ځينو سيمو تېرېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمېسيون غړي محمد هاشم د ټاپي پروژې د کار د عملي پيل هرکلي کوي وايي، دا ستره اقتصادي پروژه د افغانستان تر څنګ ټولو برخه اخيستونکو هېوادونو ته خورا اقتصادي ګټې لري.

نوموړي زياته کړه:

"هيله ده چې دا پروژه پر خپل وخت پلې شي. د دې پروژې په عملي کېدو کې چې د سيمې حکومتونو او خلکو کومې ژمنې کړي هيله ده عملي شي او دا د افغانستان او سيمې لپاره يوه بنسټيزه او اساسي پروژه ده."

د ګازو د لېږد دا پروژه دوه کاله مخکې د ۲۰۱۵ ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له‌خوا پرانيستل شوه.

افغانستان به هر کال د دغې پروژې د ټرانزيت له درکه، شااوخوا ۵۰۰ ميليونه ډالر عايد تر لاسه کړي. که څه هم ناامني د دغې پروژې پر وړاندې لويه ننګونه ګڼل کېږي، خو د افغانستان امنيتي ارګانونو ويلي چې خپل امنيتي پلان‌يې جوړ کړي او لازم امنيتي تدابير لري.

  اکرام‌الله اکرام

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha