صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسیون د 2.3 میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د 2.3 میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسیون د 2.3 میلیارد افغانیو په ارزښت  پنځه قراردادونه منظور کړل

دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د 2.3 ميليارد افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

-   له دوشي څخه تر باميان پورې د ۲۲۰ کيلوولټه برېښنا لين د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظور شوه؛

-   د موبايل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه؛

-   د هرات ولايت د دوا کيفيت لابراتوار او روغتيايي محصولاتو د ودانۍ جوړول؛

 -   د ملي امنيت عمومي رياست د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتيا وړ تېلو تدارک؛

-   او د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز رياست لپاره د PBX او CISCOټليفونونو د سيستم چمتو کول.

پر دې سربېره ملي تدارکاتو کمېسيون تر %15 پورې د سالنګونو د ساتنې اړتيا وړ د دوه قلمه تېلو د قرارداد تعديل  تائيد کړ.

همدارنګه  د کابل ـ لوګر سرک د ۷ کيلومتر جوړولو قرارداد هم 

وارزول شو، خو ملي تدارکاتو کمېسيون تائيد نه کړ او پرېکړه وشوه چې ياده پروژه فوايد عامې وزارت ته انتقال او تدارکاتي پروسه يې  د همغه وزارت له لارې بشپړه شي

ملي تدارکاتو کمېسيون همداراز له دوشي څخه تر باميان پورې د برېښنا شبکې دوه نورې برخې د بيې د چنې، د شرکتونو د ترلاسه شويو اسنادو د ډاډ او د پروژې د تمويلونکې ( د اسيا پراختيايي بانک) د اعتراض  دنه اخيستو په خاطر بېرته ور وګرځولې. ملي تدارکاتو کمېسيون ماليې وزارت مکلف کړ چې په دې اړه د پروژې تمويلونکو سره اړيکه ونيسي او تر يوې اوونۍ پورې د پايلو په اړه کمېسيون ته راپور ورکړي. په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون، د ولسي جرګې د مالي او د بودجې کمېسيون، د افغانستان د څار بنسټ، د سيګار او غوڅ ملاتړ سيستيکا ادارو ملي او بين المللي څارونکوهم حضور درلود.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha