صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | دافغانستان سوداګریزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف نړیواله سروې ترسره کېږي

دافغانستان سوداګریزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف نړیواله سروې ترسره کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دافغانستان سوداګریزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف نړیواله سروې ترسره کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، د افغانستان او امريکا ګډه سوداګريزه خونه دافغانستان سوداګريزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف نړيواله سروې ترسره کوي.

د سوداګرۍ او صنايع خونه وايي، د افغانستان او امريکا د ګډې سوداګريزې خونې سروې به د ۲۰۱۸ ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې پيل او شااوخوا اته مياشتې وخت به ونيسي.

د دغې خونې وياند صيام‌الدين پسرلي وايي چې د دغې سروې هدف له نړۍ او په ځانګړي ډول له امريکا او عربي هېوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو پراختيا او افغان سوداګريزو مالونو ته بازار موندنه ده.

نوموړي زياته کړه:

"دا سروې له نړۍ په ځانګړې ډول له امريکا سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا او هم په نړيوالو سوداګريزو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون او په ټوله کې د افغانستان سوداګريزو مالونو ته د بازار موندنې په هدف ترسره کېږي."

د افغانستان او امريکا ترمنځ ګډه سوداګريزه خونه په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې جوړه شوې

چې هدف‌يې د افغان سوداګريزو مالونو ملاتړ او دغه‌شان د افغانستان او امريکا ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پياوړتيا ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې دغې خونې تر اوسه په يو شمېر هېوادونو کې د افغانستان د سوداګريزو مالونو لپاره نړيوال نندارتونه جوړ کړي.د دوي په خبره د امريکا او افغانستان ګډه سوداګريزه خونه هر کال په امريکا کې د تجارت د توصل کنفراس جوړوي او عموماً له امريکا سره د پانګونې د ودې، اعتماد جوړونې او د پانګونې د هڅونې په برخو کې د دغې خونې رول اغېزمن دي. د افغانستان او امريکا د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې ګډه خونه به د روان ميلادي کال په جنوري مياشت کې د افغانستان د سوداګريزو مالونو لپاره په دبۍ کې يو نړيوال نندارتون جوړ کړي.

د دغې خونې په اعلاميه کې راغلي، ګډه خونه په پام کې لري چې د همدې کال په اپرېل مياشت کې د امريکا په واشنګټن ښار کې هم دې ته ورته يو بل نندارتون جوړ شي.

د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان افغان سوداګريزو مالونو ته د نړيوال بازار موندنې هڅې يو فرصت ګڼي، ټينګار کوي چې افغان سوداګر بايد د خپلو توليداتو کيفت ته زيات پام وکړي. د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد تاج محمد اکبر ازادي راډيو ته وويل چې په بنسټيز اقتصاد کې مالونو ته بازار موندنه يو اصل دي، افغان سوداګرو ته په‌کار ده چې له کيفي پلوه نړيوال بازارونه خپل کړي.

نوموړي زياته کړه: "دا چې له کيفي پلوه نړيوال بازارونه ډېر پرمختللي دي، افغان سوداګرو ته په‌کار ده چې د خپلو مالونو د توليداتو کميت او کيفيت دواړو ته زيات پام وکړي، څو نړيوال بازارونه ترلاسه کړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، د پخوا په پرتله د افغان سوداګريزو مالونو کيفيت ډېر ښه شوي دي. د دغې خونې وياند زياتوي، دا مهال افغان سوداګريز مالونه ډېرو نړيوال بازارونو ته رسېدلي چې ورسره د افغانستان په صادراتو کې هم د پام وړ زياتوالي راغلي.

                       رحمت‌الله افغان

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha