صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ماليې وزارت:د زړو فلزاتو د قاچاق او مخنیوي په هدف يو لړ عملي کارونه پېل شوي

ماليې وزارت:د زړو فلزاتو د قاچاق او مخنیوي په هدف يو لړ عملي کارونه پېل شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ماليې وزارت:د زړو فلزاتو د قاچاق او مخنیوي په هدف يو لړ عملي کارونه پېل شوي

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د اقتصاد د عالي شورا له پرېکړې سره سم يې د زرګونو ټنو زړو او له کاره لوېدلو فلزاتو د قاچاق او مخنيوي په هدف يو لړ عملي کارونه پېل کړي دي.

د دغه وزارت وياند اجمل حميد- عبدالرحيمزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۱» يوې خبري ناستې ته وويل چې د اوسپنې د ويلي کولو له پنځو تر شپږو فابريکو ته ۱۲ زره ټنه له کاره لويدلې اوسپنه ورکړل شوې چې د ويلي کولو او پروسس چارې به يې ډېر ژر پېل شي.

دي وايي: "د طرحې او کمېټې د کارونو له مخې پنځه-شپږ فابريکې په ګوته شوي دي چې د تورو
 داغمه جاتو يا اوسپنې په برخه کې کار کوي، دوي ته شاوخوا ۱۲ زره ټنه اوسپنه د پروسس لپاره ورکړل شوي، دغه کار موږ سره مرسته کوي چې د قاچاق مخه يې ونيول شي او زموږ فلزات بهرنيو هېوادونو ته په غېر قانوني توګه انتقال نه
شي. "

ښاغلي عبدالرحيمزي وايي، له دې سره به له يوې خوا د فلزاتو د قاچاق مخنيوي وشي او له بله پلوه به د افغانستان د اوسپنې د ويلي کولو فابريکو کار ورسره روان شي.

د ښاغلي عبدالرحيمزي په خبره اوسمهال يوازې په ملکي برخه کې شاوخوا ۴۰ زره ټنه له کاره لويدلې اوسپنې موجودې  دي چې د ماليې وزارت د پلان له مخې به يې د پروسس او ويلي کولو چارې په کور دننه ترسره شي.

د ده په خبره د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې به د ويلي کولو لپاره يو ټن اوسپنه په ۱۰ زره افغانۍ، يو ټن المونيم په ۹۸زره افغانۍ، يو ټن مس په ۲۹۷ زره افغانۍ او يو ټن برونز په ۲۴۵ زره افغانۍ خصوصي سکتور ته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې په کراتو له افغان حکومت څخه غوښتي چې بهر ته د زړو اوسپنو او نورو فلزاتو د قاچاق مخه ونيسي او په کور دننه دغو فابريکو ته د اوسپنې او نورو فلزاتو د ويلي کولو او پروسس زمينه برابره کړي.

د دې خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال په

افغانستان کې ۲۲ د اوسپنې د ويلو کولو فابريکې شته چې ۱۴ يې فعالې دي. په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان که څه هم د حکومت دغه اقدام ستايي، خو په خبره يې دغه کار بايد ډېر پخوا شوي واي، ځکه د دوي په باور له افغانستان نه په کافي اندازه زړې اوسپنې او نور فلزات په قاچاقي ډول ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته انتقال شوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي: "اي کاش دغه کار د بن کنفرانس نه وروسته شوي واي، ځکه چې په ډېره لوړه پيمانه اوسپنه نورو هېوادونو ته انتقال شوه، حتي تاسو پوهېږئ چې ټانګونه په بمونو والوځول شول او اوسپنې يې پاکستان ته انتقال شوې، دغه شان هغه الوتکې چې په ننګرهار او خوست کې وې، په اوښانو پاکستان ته ولېږدول شوې او دا واقعاً ډېره لويه جفا وشوه."

ښاغلي اکبر وايي، حکومت ته په کار ده چې نورو هېوادونو ته د زړو اوسپنو او نورو فلزاتو د قاچاق مخه په جدي ډول ونيسي.

محمد واصل وصال

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha