صفحه اصلی | eslah | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید او د برېښنا تولیدي دستګاه د نصب د پانګونې لومړنۍ پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید او د برېښنا تولیدي دستګاه د نصب د پانګونې لومړنۍ پروژې منظور کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګازي برېښنا د تولید او د برېښنا تولیدي دستګاه د نصب د پانګونې لومړنۍ پروژې منظور کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسيون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د لومړي ځل لپاره د عامه او خصوصي( Public Private Partnership ) مشارکت پانګونې دوه قراردادونه د ماليې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت عمومي رياست ملي تدارکاتو کميسيون ته وړاندې او کميسيون تصويب کړل.

د پانګونې دا قراردادونه د ۳۸٫۸ ميليون ډالرو په ارزښت د شبرغان د ګازي برېښنا توليد پروژه ده چې بيات پاور شرکت ورباندې پانګونه کوي او د مزار شريف د برېښنا توليد نصب دستګاه پروژه چې د غضنفر ګروپ او د نړيوال بانک مالي بين المللي بنسټ   International Financial Cooperation–IFC ) ) د ۷۵ ميليون ډالر پانګونې په ارزښت تطبيقېږي.

په يادو پروژو کې د افغانستان برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو او کانونو وزارتونه او د ځمکو اداره هم دخيل دي.

د دې پروژو قراردادونه (جوړول ملکيت او ګټه اخيستنه) دي او د DLA Piper  شرکت په حقوقي توګه ورته دقت کړي او د پيسو بين المللي صندوق(IMF) او IDA هم ورسره موافقه کړې ده.

د شبرغان د ګازي برېښنا د توليد پروژه د پنځو کالو لپاره يې موده پيشبيني شوې او د ۴۰ ميګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.

له بل لوري د مزارشريف د برېښنا توليد دستګاه د نصب پروژه د ۲۰ کالو  لپاره په پام کې نيول شوې او د ۵۰ ميګا واټه ګازي برېښنا توليدي ظرفيت لري.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژو پر طرحه دمخه د اقتصاد عالي شورا کې بحث شوي او تصويب شوې دي او اوس د نهايي منظورۍ په موخه د عامه او خصوصي مشارت عمومي رياست ملي تدارکاتو کميسيون ته وړاندې کړې.

جمهور رئيس او د ملي تدارکاتو کميسيون حاضرو غړو يادې پروژې د داخلي انرژۍ د توليد بستر د ايجاد په برخه کې لومړي ګام او د خصوصي پانګونې له لارې د انرژۍ سکتور د خودکفايي په لور يو مهم حرکت وباله.

د هېواد جمهور رئيس همدارنګه څرګنده کړه چې په اوسني وضعيت کې د افغانستان د انرژۍ سکتور د جزيرې په توګه عمل کوي چې اړتيا ده په راتلونکې لسيزه کې په يو واحد سيستم بدل شي او په دې بهير کې د خصوصي پانګونې رول عمده دي.

جمهور رئيس ټينګار وکړ چې د وارداتي برېښنا قېمت د صعود په حال کې وو بناً په هېواد کې د انرژۍ داخلي توليد ته پام د ارزښت وړ دي.

سربېره پر دې د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او کانونو وزارت د دې پروژو د منظورۍ هرکلي وکړ او د خپلو اړوند برخو د عملي کولو چمتووالي يې اعلان کړ.

د ځمکو خپلواکې ادارې هم د هرې پروژې لپاره په ترتيب سره د ۲۵ او ۱۰۰ جريبه ځمکې د موازي انتقال په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت کابينې ته راپور ورکړ.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژو اغېزې به يوازې پر شمالي ولايتونو نه وي، بلکې د کابل په ګډون د هېواد اکثريت ولايتونه به د انرژۍ توليداتو څخه برخمن شي.

وروسته له هغه ملي تدارکاتو کميسيون د غونډې اجنډا کې پرشاملو تدارکاتي پروژو بحث وکړ او په پايله کې يې د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د اشوبه کلي سرک جوړولو قير او کانکريټ او د افغانستتان برېښنا شرکت اړوند د کانکريټي اوسپنې پايو لپاره ۱۰ قلمه خام مواد منظور کړل.

د کميسيون په دې غونډه کې د جمهور رئيس دويم مرستيال استاد سرور دانش، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي تدارکاتو کميسيون حاضرو غړو تر څنګ له فساد سره د مبارزې د پارلماني کاکس ، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کميسيونونو، د ولسي جرګې د مالي او بودجې مالي کميسيون، د سيګار او غوڅ ملاتړ سيستيکا ادارې ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha